افغانستانسلايډ

د امنيتي ځواکونو تېل لا هم غلا کېږي

يوه تازه راپور ښودلې ده چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تېلو په پيسو کې لا هم مليونونه ډالر غلا کېږي او دا د دې سبب شوی دی، چې بې کيفيته تېل هېواد ته را وارد شي.

راپور کې ويل شوي، چې ازادو بازارونو کې له ماليې پرته د وارداتي تېلو پلور د بهرنيانو په مرسته ولاړ د افغانستان حکومت له ستر تاوان سره مخ کړی دی.

د افغانستان او ناټو تر منځ په دوه اړخيز هوکړه ليک کې ويل شوي، چې ناټو ځواکونو ته را واردېدونکي تېل له گمرکي محصول او ماليې معاف دي. پر همدې اساس ټول هغه تېل چې دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته راځي، هم له گمرکي محصول او ماليې معاف دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د ارزيابۍ او څار کمېټې دغو موندنو ښودلې چې د تېلو په دې وارداتو کې د پنځلسو حکومتي ادارو په گډون د زورواکو لاسوهنې، د بشري سرچينو لوېدلی ظرفيت او د اداراتو پر کار کوونکو د کنټرول د مېکانېزمونو کمزوري هغه لاملونه دي، چې په ترڅ کې يې بې کيفيته توکي هېواد ته را واردېږي.

له راپور سره سم په ياد هوکړه ليک کې ويل شوي، چې د نظامي ادارو او ځواکونو لپاره د تېلو را واردوونکي شرکتونه بايد د محصول او ماليې د معافيت يو مکتوب ولري، خو راپور ښيي، چې دغه مکتوب له هر څه ډېر د فساد لامل شوی او موټر چلوونکی ترې کاپي وباسي، له ماليې او محصول پرته تېل را واردوي او ازاد بازار کې يې پلوري.

د دغو موندنو يوې برخې څرگنده کړې چې د تېر کال په پرتله سږ کال هېواد ته راوارد شوي تېل بېخي ډېر دي. په داسې حال کې چې په ۱۳۹۴ کال کې را وارد شوي تېل 0.758192 ټنه وو، روان کال کې 1.495291 ټنه دي.
راپور دې ته په کتو ادعا کړې، چې تېر کال يوازې د گمرکي محصول له درکه شاوخوا اويا مليونه امريکايي ډالر غلا شوي دي.

د يادونې وړ ده چې ولسمشر غني د خپل حکومت د پيل پر مهال د تېلو د قراردادونو د ارزولو لپاره د حميد الله فاروقي په مشرۍ يو پلاوی وټاکه، خو د دغه پلاوي د ارزونې پايلې تر ننه له رسنيو سره شريکې نه شوې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button