خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

د امریکا په سانډیګو ایالت کې پر پولیسو برید شوی

د امریکا متحده ایالاتو په سانډیګو ایالت کې د جمعه د ورځې په مازدیګر یو تن د پولیسو په مرکز برید کړی.
بریدګر د پولیسو له خوا نېول شوی، خو پولیسو رسنېو ته د برید په لامل څه نه دي ویلي.
د سانډیګو ایالت پولیسو په ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې نن مازدیګر یو تن په ساده جامو کې پر پولېسو د تمانچې ډزې کړي او په ترڅ کې یې یو تن پولیس وژل شوی او یو تن ټپي دی، د ټپي روغتیایې حالت د اندېښنې وړ نه دی.
د برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په تېرو کې د ورته بریدونو پړه د داعش وسلوالو په غاړه اخیستې.
په دې وروستیو کې د امریکا په مختلفو ایالاتو کې ورته پېښې ډېرې شوې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button