افغانستانراپورونهسلايډ

د امریکا دفاع وزارت د طالبانو پر ضد عملیات محدود یا ودروي

طالبانو او امریکایانو اتم پړاو خبرې پرون پای ته ورسېدې چې امریکا دا خبرې ګټورې وبللې.

رپوټونه وایي، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) افغانستان کې خپلو مېشتو عسکرو ته امر کړی چې د طالبانو پر ضد یا خپل ټول عملیات ودروي او یا یې تر ډېره محدود کړي.
سرچینو دغه خبره امریکایي نیوز ویک رسنۍ ته کړې ده.
دا پرمختګ په داسې حال کې رامخې ته کېږي چې قطر کې د طالبانو او امریکایانو اتم پړاو خبرې پرون پای ته ورسېدې چې امریکا دا خبرې ګټورې وبللې.
پنټاګون پلان لري چې له افغانستانه خپل زرګونه عسکر وباسي او په دې ډول د امریکا د تاریخ اوږده جګړه پای ته ورسوي.
تمه کېږي چې د دواړو لورو تر منځ به راتلونکو ورځو کې پر هوکړې لاسلیک وشي او په دې ډول به نږدې اتلس کلنې امریکایي جګړې ته د پای د ټکی کېښودل شي.

Tags
Back to top button