افغانستانراپورونه

د امریکا او طالبانو اتم پړاو مذاکرات پای ته ورسیدل

طالب ویاند وايي، چی امریکایی دیپلماتانو او ددی ډلې نمایندګانو ترمنځ مذاکراتو اتم دور تیره شپه د قطر په دوحه کې پای ته ورسید.

د طالبانو او امریکا نمایندګان وایی چی د مذاکراتو اتم پړاو، په ښه توګه مخته تللی دی. ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند ویلی دی چی د مذاکراتو دا دور، تیره شپه د دواړو لورو ترمنځ پای ته ورسیده.

طالب ویاند وايی” دمذاکراتو اتم پړاو بېګا شپه تر دوه نیمو بجو د مذاکراتي ټیمونو په مسلسل کار کولو سره بشپړ شو، اوږده او ګټور مذاکرات وو، موافقه مو وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړو.”

د طالبانو دا پیغام په داسی حال کې مطرح کیږی چی زلمی خلیلزاد د امریکا بهرنیو چارو وزارت خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره ویلی دی چی سولې تړون ته رسیدو ته لپاره هڅه کوی.

خلیلزاد خپل تويټر کې ولیکل چی زه پوهیږم چی افغانان د سولې مشتاق دی او د یو پایدار او باعزته سولې تړون لپاره او ددی لپاره چی افغانستان مستقل وی او نورو هیوادونو ته ګواښ نه وی، هڅه کوم.

دا په داسی حال کې دی چې ولسمشر غني تیره ورځ (یک شنبه، ۲۰ اسد) اختر لمانځه وروسته ویلی وو چی حکومت یی خپل قانونی دوری اخیری ورځو څخه تیریږی او نه شی کولائ چې د سولې په اړه تصمیم ونیسي.

هغه وویل چی ټاکنې باید ترسره شی او یو باصلاحیت او پیاوړۍ حکومت باید د افغانستان سولې په اړه تصمیم ونیسی.

امریکايي چارواکي او طالب استازي وايي په دې ستونزمنو خبرو کې ټولې مطرح مسلې هوارې شوي دي، خو آن ډیر واړه موضوعات هم وخت اخلي ځکه دا ډیر پيچلی او جنجالي جوړ جاړی دی. ځینې افغانان پر امریکا تور لګولي چې دوی له طالبانو سره په مېدان پریږدي او خپله پښې سپکوي.

Tags
Back to top button