سلايډسيمه او نړۍ

د امريکا په يوه پارک کې ډزو ۱۶ تنه ټپيان کړي دي

د امريکا د لوېزيانا ايالت د نيو اورلان سيمې په يوه پارک کې د ډزو په ترڅ کې ۱۶ تنه ټپيان شوي دي.

امريکايي پوليس وايي، دوی د باني فرنډ پارک د خلکو د ګڼې ګوڼې د تيت پرک کولو لپاره هلته تللي وو، چې ډزې يې تر غوږ شوې.

ويل کېږي، چې د ډزو پر مهال د پېښې په ځای کې د سندرو يو پروګرام روان و، چې نږدې ۵۰۰ تنه ورته راټول وو.

د پوليسو وياند ټېلور ګمبل وايي، د پېښې په ۱ قربانيانو کې ۱۰ تنه د امبولانسونو او ۶ نور د شخصي موټرانو پر مټ روغتونو ته لېږدول شوي دي.

د ډزو لامل تر دې دمه نه دی څرګند او نه هم د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ويل شوي دي.

عيني شاهدان وايي، چې ډزې دوو تنو وکړې او له ډزو وروسته وتښتېدل.

پوليس وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه يې په دې اړه هيڅ مالومات په لاس کې نه شته.

هېره دې نه وي، چې په اخرو څو مياشتو کې په امريکا کې په ورته پېښو کې د پام وړ زياتوالی راغلی، چې امريکايي حکومت يې د وسلو لرلو پر قانون له سره غور کولو ته اړ کړ.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button