سيمه او نړۍ

د امريکا ټکزاس ايالت کې شپاړلس تنه وژل شوي

د امريکا ټکزاس ايالت کې د يوه بالون غورځېدو پېښه کې لږ تر لږه شپاړلس تنه وژل شوي دي. پېښه پرون د اوسټن ښار شمال لور ته دېرش کيلو متره لرې لوکهارټ ښار کې رامنځته شوې ده.

د ټکزاس د عامه خونديتوب رياست د بالون غورځېدو پېښه کې د شپاړلس تنو د مرگ پخلی کړی. دغه اداره وايي، له پېښې سره سم ژغورونکي ټيمونه سيمې ته رسېدلي دي.

رويټر اژانس ليکلي چې خلک بالون کې له اور لگېدو او بيا راغورځېدو وروسته ووژل شول. وژل شوي کسان ټول د پېښې پر مهال بالون کې سپاره و.

د ټکزاس ځايي چارواکو د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکي ښودلې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button