سلايډنظر او تحلیل

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې: څوک ګټونکی دی؟

د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې څوک ګټونکی دی، ديموکراته هېلري، که جمهوري پال ټرامپ؟ دا هغه پوښتنه ده چې لا يې ډېر ځواب نه شي ويلای، ځکه ټاکنو ته لا هم وخت پاتې او د دواړو کاندېدانو د کمزورۍ او زورورۍ ټکي شته.

د سياسي څېړنو او مطالعو عربي مرکز په همدې تړاو يو اوږد راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي دي چې هغه مهال د ټرامپ د ګټلو چانسونه لږ شول چې د هغه په اړه ځينې مالي قضيې خپرې شوې او دغه راز د ښځو په اړه يې غير اخلاقي څرګندونې رسنيزې شوې. خو بلې خوا، اوس د امريکا څارګرې ادارې د هېلري کلنټن ليک شوي ايمېلونه تر څېړنې لاندې راوړي. د هېلري کلنټن ايمېلونه خپرېدل د هغې کمزوري بلل شوې او د هغې پر رايو به منفي تاثير لري.

راپور کې دغه راز راغلي چې په تېرو دېرشو کلونو کې د امريکا په ټاکنو کې تر ټولو غير ولسي نوماندان هېلري کلنټن او ډونالډ ټرامپ دي. د اې بي سي نيوز چېنل او واشنګټن پوسټ ټولپوښتنو کې په امريکا کې هېلري کلنټن ته ۵۶ سلنه کسانو په منفي نظر کتلي او د ټرامپ په تړاو بيا ۶۳ سلنې ته پورته شوې ده.

د سياسي څېړنو او مطالعو د عربي مرکز په راپور کې د هېلري کلنټن او ډونالډ ټرامپ منفي او مثبتو ټکو ته اشاره شوې. د کلنټن د مثبتو ټکو په اړه ويل شوي چې ۸۸ سلنه ديموکراتان يې ملاتړ کوي. دغه راز ټولپوښتنې ښکاره کوي چې د هغې د ګټلو چانسونه، چې ۵۶ سلنه دي، د ټرامپ په پرتله چې ۳۶ سلنه دي، ډېر دي. د هغې کمپاين د ټرامپ تر کمپاین زورور دی او امريکايي موسسې د هغې ملاتړې دي.

د ټرامپ د مثبتو ټکو په اړه ويل شوي چې تېرو وختونو کې د جمهوري پالو ۸۷ سلنه تاييد يې تر لاسه کړی. د هېلري د ايمېلونو قضيې د ټرامپ په تړاو د خلکو نظر ښه کړی. بله دا چې د ټرامپ د تاييدونکو احساسات لوړ دي.

د راپور پايله دا ده چې اوس د هېلري کلنټن د بريالي کېدو چانسونه ډېر ښکاري، خو راپور وايي چې په امريکا کې د ناڅاپي قضيو پيدا کېدل دغه چانسونه بدلولای شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button