افغانستانخبرونهسلايډ

د امريکا استخباراتو کې د چين جاسوس

د امريکا د جاسوسي شبکې، اف بي آي يو کارکوونکي په نيويارک کې د دوشنبې په ورځ په يوه محاکمه کې اعتراف کړی دی چې په ياده اداره کې د چين جاسوس و.

په اف بي آی کې د چين دغه جاسوس کون شان چون نومېږي چې د جوي چون په نامه پېژندل کېږي. هغه ۴۶ کاله عمر لري او د اګسټ په لومړۍ نېټه د يوې امريکايي محکمې له لورې په لسو کالو قيد محکوم شو. د امريکا لويه څارنوالي به د هغه په وړاندې خپله پرېکړه په ديسمبر کې خپروي.

جوي چون د اف بي آی په الکتروني برخه کې دنده لرله او اته کاله يې په دغه دنده کې کار کړی دی. هغه منلې ده چې په ۱۹۹۸م کال کې يې چين ته ډېر سري او پټ معلومات ورکړي دي. هغه ويلي چې دغه ټول معلومات يې چين ته د پيسو په بدل کې ورکړي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button