نظر او تحلیل

د افغان دولت وروستی پرمختګ

خالق یار احمدزی /

نړ یوالې ټولنې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ کال پورې د پوځي مرستو هوکړه وکړه.
را ځئ دا خبر لږ واضح کړو!

له کله چې افغان دولت د بهرنیانو په اوګو سپور هیواد ته راغلی،  نړیوال اشرباڼي ورسره په هر لحاظ متحد دي او د نړیوالو تر سیطرې لاندې هره پروژه او هره دیپلوماسي پر مخ بیول کیږې نو د داسې غونډو شالید او لیدلوری کومه متوقعه لاسته راوړنه ځکه  نلري.
چې نړیوالو دوه کاله تر مخه د توکیو په کنفرانس کې له افغان دولت سره څو ملیاردیزه مرسته اعلان کړه مرسته د امریکا په خوښه په مختلفو کټګوریو کې افغان لوري ته ورکړل شوه چې بې بندوباره ډالرو حکومت او مخالف اپوزیسیون  سره وویشل او حتا تر دې چې دیو بل پرضد یې حربه وکاروله.
او امریکایانو لا هم هغه مرسته پوره نده رسولې چې په بیلا بیلو سرمشریزو کې دهغې د سوارې یادونه کوي آخوا بیا اوباما ۲۰۱۴ د لیږد ورورستی پړاؤ ټاکلی ؤ.
لویدیځو مطبوعاتو د نړیوالو ماتې داسې انځوروله( امریکا او متحدینو یې په مادي،  او معنوي لحاظ کلکه ماتې وخوړه خو ښایی دخپلو ګټو د تحفظ پخاطر څو نور کلونه هم پاته شي)
دوی دجلا دیپلوماسۍ په لحاظ افغان عسکر خپل محافظین وګرځول او ګرم سنګرونه یی یواځې له طیارو بدرګه کول چې  کله نا کله به یې خپل افغان متحدین هم په نښه کړل.

تیره ورځ افغان نیم واکي ولسمشر د وارسا په نامه غونډه کې له نړیوالو د کومک غوښتنه وکړه.  هغوی هم د هوکړې سر په  ښورولو سره د توکیو دپاتشنیو،  او د توافق سره سم د پاته کیدونکي فوځیانو احسان پرې وربار کړ

دلته څو  مهم ټکو ته اشاره کوو:

لمړی داچې اشرف غني د دې په ځای چې په امریکایانو غوڅنده اعتراض وکا او د اراضي تمامیت پوښتنه ترې وکړي.  چې دوی یې د پاکستان سره په جګړییزه مشاجره یواځې پریښودل،  او دتړون تر مخه به امریکایان د هر بهرني اشغال پرضد افغان ملګرو شاته دریږي.
دواړو ولسمشرانو  سربیره په هغه هغوی ته دعجز انحنا ورته وکړه او دهغوی له قربانیو منندوی شول.

۲داچې امریکایان به دشوي تړون تر مخه د خپلو ګټو د تحفظ په خاطر  پاته کیږي نو څنګه افغان مشرانو د دوی دا وړاندیز په ولولو وستایه او ترې یې په چکچکو هرکلی وکړ؟!

۳ نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د څو میلیارده دالر ژمنه کړې وه چې لا هم په قسطونو پوره کیږي.
ولې افغان دولت له هرې ژمنې تود هر کلی کوي آیا له خپل قرض خبر ندی که  دې کې هم دیپلوماسي شته؟

تیره ورځ امریکایی د فاع وزیر اشتون کارتر په ناڅاپي سفر تر بګرامه ورسید نه ولسمشر نه اجرایه رئیس اونه بل کوم چارواکی خبر ؤ.  خو بالمقابل  دوهم جمهور ریس داکتر عبدالله بیا امریکایی سفارت ته د هغوی د استقلال دورځې په مناسبت مبارکي ته ورغلی ؤ
آیا لا هم غبرګ  ولسمشران د امریکایانو تر سیطرې لاندې دي
که وي نو پدې مانا چې منتخب ولسمشر اوباما دی؟
او کنه وي نو ولسمشر داسې وي چې د دفاع د وزير په راتګ هم نه وي خبر؟

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button