سلايډنظر او تحلیل

د افغانیو غورځیدل؛ سیاست که اقتصادي ماتې؟!

نیلاب شینواری

افغانۍ له تیرو دوو کلونو راهیسې خپل ارزښت ورځ تر بلې له لاسه ورکړی. د قوس په ۳مه یو امریکایي ډالر له ۶۸افغانیو سره د کابل ښار په صرافۍ مارکیټ کې بدلیده.

د عصري اقتصاد د علم له نظره هر هیواد دوه اقتصادي پالیسۍ لري. لومړۍ پالیسي یې د مالي سیاست په نامه یادیږي او دوهمه یې د پولي سیاست. د مالي سیاست موضوع د یو هیواد کلنۍ بودیجه ټاکل دي او هرې برخې ته خپل مصرف په نظر کې ساتل دي چې د مالیې وزارت له خوا کنټرولیږي. د مالي سیاست موضوع بیا د یو هیواد د پیسو د ارزښت ساتل دي او د خپلو پیسو د ارزښت ساتلو لپاره بهرنۍ پيسې چې د ګڼو هیوادونو د پیسو زخیره ده په اقتصادي اصطلاح ورته ریزرف وایي.

ریزرف د یوه هیواد ارزښت لوړ ساتي چې دا د مرکزي بانک دنده ده.

که چیرې د یو هیواد مرکزي بانک سره د نورو هیوادونو ریزرف موجود وي نو کولای شي چې په اسانۍ سره د خپلو پیسو ارزښت ثابت وساتي. په عمومي ډول د ډیری هیوادونو مرکزي بانکونه په خپل ریزرف کې د ګڼو بهرنیو هیوادونو پیسې ساتي د یوه هیواد په پیسو بسنه نه کوی. که چيرې د یوه هیواد پیسی په خپل ریزرف کې وساتي او هغه پیسه په نړیوال مارکیټ کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی نو د دې هیواد د پیسو ارزښت هم پرېوځي.

د بېلګې په ډول د چین مرکزي بانک د یَن ارزښت ساتلو لپاره په خپل ریزرف کې امریکایي ډالر، یورو او د انګلستان پونډ ساتلي دي له دې سره اکثر هیوادونه یو څه اندازه سره زر هم په خپل ریزرف کې ساتي. امریکایان د ډالرو د ارزښت لپاره په خپل ریزرف کې تر نورو پیسو زیات سره زر ساتي.

خلیجی هیوداونه چې د دوی عاید د تېلو له لاری دی او په نړیوال مارکیټ کې تیل یوازې په ډالرو پلوري؛ نو د دغو هیوادونو مرکزي بانکونه اکثر یوازې په ډالرو خپل ریزرف جوړوي. د ۲۰۰۸ له مالي کړکېچ وروسته د اسعارو په نړیوال مارکیټ کې ډالرو هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ له دې سره موازي د خلیجي هیوادونو مرکزي بانکونو ریزرف هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ چې په دې سره دوی هم د بحران قرباني شول.

له دې ترخې تجربی وروسته د سعودي او اماراتو مرکزي بانکونو په خپل ریزرف کې یورو هم اضافه کړل تر څو د ډالرو د کړکیچ پر مهال دوی هم له بحران سره مخ نه شی.

د ریزرف تر څنګ د یو هیواد د پیسو ارزښت بهرنۍ سوداګرۍ پورې هم تړاو لري. که چیرې د یوه هیواد د پیسو غوښتنه په نړیواله کچه لوړه وي؛ نو د دې هیواد د پیسو ارزښت به په نړیواله کچه لوړ وی. د بیلګی په ډول ایران چې د تېلو زخیرې لري او ورسره یو صنعتي هیواد دی له اقتصادي بندیزونو وروسته ایراني تومانو خپل ارزښت په ډیري تیزۍ سره له لاسه ورکړ دا ځکه چې په نړیوال مارکیت کې له دوی سره راکړه ورکړه بنده شوه. بل درېیم هیواد له دوی څه نه واردول چې د تومانو غوښتنه وکړي، همدا لامل و چې په مارکیت کې ایراني تومان ډیر شول او دوی له یو مالي کړکیچ سره مخ شول.

دې ته ورته د پیسو په تاریخ کې ډیر مثالونه شته دي. په دویمې نړیوالې جګړه کې جرمني پیسو هره شیبه خپل ارزښت له لاسه ورکاوه دا ځکه چې د جرمني مرکزي بانک د مارکیت له غوښتنې ډیره پیسه بازار ته وړاندی کړه او د جرمني په مالي مارکیټ کې ډیر لوړ انفلاسیون یا د پیسو پړسوب منځته راغی.

دا د مالي سیاست جوړوونکي ارګان مرکزي بانک دنده ده چې دا ټول عوامل په نظر کې وساتي او د خپل هیواد د پیسو د ارزښت ساتلو لپاره خپله کلنۍ پالیسي جوړه کړي. که چیرې د مالي سیاست په جوړولو کې له دقت او احتیاط کار وانه خیستل شی نو دا هیواد به له مالي کړکیچ سره مخ شي.

د افغانستان پولي تاریخ د امان الله خان له دوری شروع کیږی. په لومړیو کې عام خلک د کاغذي پیسو له استعمال سره اشنا نه وو او ورته سخته ښکاریده چې په یو کاغذ باندی باور وکړي. خلکو یوازی په سرو او سپینو زرو باور درلود. مرکزي بانک نه و چې د پیسو د ساتلو او وړاندی کولو لپاره پالیسي ولري. د امان الله خان او نادر خان په دورو کې به پیسې یوازې په کابل کې د هندي صرافانو له خوا کنټرولېدې.

افغان ملي بانک د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې لومړنی بانک دی. دا یو شخصي بانک و چې ۱۳۱۲ کې عبدالمجید خان زابلي جوړ کړ. د دې بانک له جوړېدو سره د وخت حکومت د پیسو کنټرول دې بانک ته وسپاره. تر دې چې د افغانستان بانک په ۱۳۱۸ کې تاسیس او د مرکزي بانک ټولې دنده یې په خپل کنټرول کې راوستې.

د ظاهر شاه په دوران کې افغانان د مالي سیاست له کوم کړکیچ سره مخ نه و. دا ځکه چې په دې دوره کې د افغانستان اقتصادي سیستم یوازی له روسانو سره په راکړه ورکړه کې بند و او د افغانیو ارزښت ثابت و.

د سردار داود خان د حکومت په دوران کې افغانان اروپایي او عربی هیوادونو ته د کار لپاره لاړل او حکومت له نورو بهرنیو هیوادونو سره سوداګري پیل کړه، له دې سره د افغانستان بانک ریزرف لوړ شو چې دا د افغانستان د مالي سیاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ ریزرف و. له دې سره د افغانیو ارزښت لوړ شو او د وارد شوو توکو قیمتونه ټیټ شول چې له دې لاسته راوړنې سره د افغانانو د ژوند سطحه لوړه شوه.

د ۱۳۵۷ د ثور خلقي کودتا وروسته د افغانستان اړیکې له عربي او نورو لویدیځو هیوادونو سره پرې شوې. مرکزي بانک خپل ریزرف ورځ تر بلې له لاسه ورکاوه تر دې چې د ډاکټر نجیب د حکومت په وروستیو کې افغانیو خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړ او د برهان الدین رباني د حکومت په دوران کې د پیسو مالي پالیسي نه وه څه پیسی به حکومت چاپولې او څه نور به نورو منابعو بازار ته وړاندي کولې تر دې چې افغانیو خپل ارزښت په تاریخی ډول له لاسه ورکړي او نور یې کوم ارزښت نه درلود.

د حامد کرزي د حکومت له راتلو سره نوې افغانۍ چاپ شوې او پخوانۍ افغانۍ نور نو د اعتبار وړ نه وي. په لومړیو کې یوه افغانۍ له ۰.۰۰۰۲۲۲ اونسه سرو زرو او یو امریکایي ډالر له ۴۵افغانیو سره د اسعارو په مارکیټ کې بدلېدلې. د دې پیسو تر شا د مرکزي بانک ریزرف دی چې ۴ملیارده ډالرو ته رسیږی او د امریکا په سیټی بانک کې پرتې دي. د افغانستان مرکزي بانک په تیرو کلونو کې کومه مالي پالیسي نه لرله چې د افغانیو د پیسو ارزښت پرې ثابت وساتي. دوی د بانک د مجلې د راپور له مخی په اوسط ډول هره ورځ یو ملیون امریکایي ډالر د اسعارو بازار ته وړاندې کول او د هغې په مقابل کې یې افغانۍ پرې رانیول تر څو افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي. چې دا پالیسي مرکزي بانک په بیړنیو حالاتو کې خپلوي او دې ته ورته پالیسۍ د عادي حالاتو غوښتنه نه ده.

ځکه افغانستان یو کمزروی اقتصادي هیواد دی نه شی کولای چې د خپلو پیسو ارزښت د ډالرو په زور مارکیت کې وساتي. مرکزي بانک باید یوه منظمه مالي پالیسي ولري تر څو له نورو لارو وکړي شي چې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې کړي.
دا چې افغانۍ په دې وروستیو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي دا په مارکیت او مرکزي بانک کې د ډالرو نه شتون دی؛ ځکه موږ د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره کومه ځانګړې پالیسي نه لرو او ډالر د تل لپاره موږ سره نه وي چې افغانۍ پرې له بازار څخه واخلو.

د افغانستان بانک مشر، خلیل صدیق او د مرکزي بانک نورو لوړ پوړو مامورینو په تیرو ورځو کې داسی څرګندوني وکړې چې ګوندې د اسعارو په نړیوال مارکیت کې د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی او په نړواله توګه ټولو اسعارو خپل ارزښت له لاسه ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانۍ په وروستیو دوو کلونو کې خپل ارزښت هره ورځ له لاسه ورکړی دا په دې معنا نه ده چې تېرو کلونو کې ډالر لوړ شوي او د نړۍ نورو اسعارو خپل ارزښت له لاسه ورکړی.

ځینې نور چارواکي بیا د افغانیو د ارزښت غورځېدل د حکومت پالیسي بولي. چې حکومت غواړي خپل صادرات لوړ کړي نو د دې لپاره یې د افغانیو ارزښت ټیټ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې افغانان نه صنعت لري او نه کومه منظمه د کرنې پلان چې کولای شی د داخلی مصرف له پوره کیدو وروسته نور بهرنیو هیودونو ته صادر کړي. دا کوم مالي سیاست نه ده، دا د ډالرو د نشت جبر دی چې افغانان یې اوس پور پرې کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button