د پرون کیسهسلايډ

د افغانستان ښځې (۱۲)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

د افغانستان اساسي قانون عصري دی، ښځې او نر ته مساوي حقوق ورکوي، اساسي قانون ښځو ته په پارلمان کی ۲۵ سلنه څوکۍ ورکوي، چې له نورو ډیروهیوادو سره توپیر لري او دغه شمیر څوکۍ ډیرې دي. افغانستان د بشر د حقوقو یوشمیر نړیوال کنونسینونه لاسلیک کړي. له بل پلوه د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کمیسیون رئیسه هم ښځه ده.

په اوو ملیونو ماشومانو کي، چې ښوونځي ته ځې دري ملیونه یې نجونې دي، چې د طالبانو پر مهال له زده کړو بې برخې وې. د ښځو د ژوند د ښه والي په موخه حکومت پلانونه لري او ولسمشر هم د ښځو پر وړاندي د هر ډول تیري د مخنیوي په موخه يو قانون لاسلیک کړی دی، خو تر اوسله ملي شورا نه دې تصویب کړی. د دي هڅو سربیره تر اوسه ښځې په څنډه کې دي اود هیواد په ډیرو برخو کې ورسره د توپیر او تشدده ډک چلند کیږي. د افغانستان ښځو ته له بیوزلۍ، شخړو، زړو دودونو او له بنسټپالنې ور پیښه ده. په افغانستان کی زما د کار په لومړیو ورځو کې زه خپل یو ولایتي دفتر ته ولاړم، دا مهال زما پر وړاندې یو ښځه ولاړه وه او هڅه یې کوله، چې یو څه راته ووایي. په کراره کراره ما د سپکاوي، تیري، ډار یوه کیسه واوریده. ما ورته په نامستقیمه توګه ډیرې کېسې اوریدلی وې، خودا ځل خپله قرباني لګیا وه خپله کیسه یې کوله. دا د ښځو د حقوقو یوه کارمنده وه، چې په دې برخه کی یې په کلونو کار کړی و. دې ښځې په یوې لیرې کلیوالې سیمه کی کار کاوه، او هر ورځ یې خپل ژوند په خطر کې اچوه. په تیرو میاشتو کی دېته بلا ډیر ګواښونه شوي وو. دا ډاریدله خو بیا یې هم خپل کارته دوام ورکاوه.

یوه شپه، د سړیو یوه ډله د دې کور ته ورننوتل، په زور یی ورسره زنا وکړه، او سپکه یې کړه. ماشومانو دا هر څه ولیدل. ددي میړه له کوره مسافر و خو ژر ژر به راستنیده. اوس دا ډار پسې اخستې وه. دا له هغه مجرمینو نه ډاریده، چې له دې سره یې ناروا کړې وه بلکې له خپل میړه، خپلې کورنۍ او له هغو، چې دا ورسره په یوه سیمه کی استوګنه وه ډاریدله. آیا دا کولای شي هغه څه له خپل میړه پټ کړي، چی له دي سره شوي وو؟ که خپل حال ووایي ګانده به یې څه وي؟

دا ډاریدله چې هسې نه له خپلو ماشومانو او کورنۍ جدا نکړای شي، او د جرم د ارتکاب له کبله سنګسار نشي. دې خپله کیسه په کراره کراره ماته وکړه. د کیسې کولو پرمهال به په ژړا شوه، بیا به یې ادامه ورکړله، بیا به چوپه شوه. ما خپل مخ په خپلو لاسونو پټوه. دا مهال ما له غوږ نیولو پرته له دې ښځې سره هیڅ هم نه شو کولای.

په بامیانو کې یوه کورنۍ وپوهیده، چې پیغله لور یې حامله ده، مور یې د ورور پرمرسته د نجلۍ خېټه څیرې کړه او جنین یې ترې راوغورځوه او بیا یې بیرته وګنډله. دا ټول کارونه پرته له کوم طبي لارښود او بې هوښۍ ترسره شول ځکه کورنۍ یې دا نه شو زغملای، چې کلیوال یې پیغله لور حامله وویني. نجلۍ نږدې وه چې مړه شي خو کلینک ته په رسیدو یې یو امریکایي ډاکټر ژوند ور وژغوره. بیا وروسته سیما ثمر په خپل کوم دار الایتام کی د دې نجلۍ د ساتلو مسؤولیت پر غاړه واخیست. په افغانستان کې ډیرې دا ډول کیسې ناعادي هغه دي. له ښځو سره په زور زنا، د نجونو سپکاوی د ورځني ژوند یوه برخه ده. ښځه په کور، ټولنه، دفتر ان په زندان کې سپکیږي. ښځې، کله خو د کورنیو ترمنځ د ستونزو د حل لامل ګرځي. ځیني وخت خو مجرم له جنایتکارو، قومندانانو، جنګسالارانو او وسلوالو ډلوسره تړاولري. دا ډول کسان له قانون څخه پورته وی. دا مجرمین هیڅکله نه نیول کیږي. نه محاکمه کیږي او نه ولس د دوی پر کړنو خبریږي. دوی د داسې زور زیاتي او سپکاوي قرباني شي، چې بیا یې ټول ژوند پرلمن تور ډاغ وي. ځینې وخت بیا ځینې زړور خلک په عدالت غوښتلو ځان ته یوه اوږده او سخته لار ټاکي.

د ۲۰۰۶ ز په جنورۍ کې په سمنګانوکې یوې ډلې زورواکانو د سارا په نوم له یوې میرمن سره په زور زنا وکړه. سارا د خپل میړه په مرسته دا هڅه پیل کړه، چې مجرمین تر محکمې راکش کړي.

په پای کې هغوی په دیارلس کاله بند زنداني شول. له دوو کلونو وروسته، د ۲۰۰۸ز په اپریل کې د ولسمشرد یو فرمان له مخي دغه مجرمین راخوشې شول. میړه او مېرمن د ولسمشر په دې کار نیوکه وکړه. د ۲۰۰۹ز د مې په لومړیو کې د ښځې میړه د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو. د جنسي تیري قربانیان پردې پوهیږي، چې په افغان محکمو کې د خپلو دعوو سرته رسول اسانه خبره نه او د شرم او پیغور خبره خورا ګرانه ده. دا به د حیرانتیا خبره نه وي، چې یوه کوچنی ډله خلک هغه څه له نورو سره شریکوي، چې دوی ورسره مخامخ شوې وي او عدالت غواړي. زاړه دودنه که هر څومره بدرنګه او ډاروونکې وي د مذهبي مشرانو لخوا د اسلام ترنامه لاندې تېریږي او توجیه کیږي. په رښتیا دا ډول دودونه له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري. کله، چې په ۲۰۰۹ز کې د UNAMA د بشر د حقوقو دفتر دغه ډول پیښې وارزولې، نو د شریعت ډیرو کارپوهانو ومنله، چې ملایان د ورته پیښو په اړه لږ پوهیږي. خو دوی مذهبي شخړې له زړو دودونو څخه په ملاتړکې کارولې دي، چې په تیرې او د لسیزو جګړو پرمهال لا پسې پیاوړې شوې دي. په هرات ولایت کې، یو نوموتي ملا د ښځو یوه نادولتي موسسه د کفر ځاله وبلله او خلک یې هڅول، چې اور ورته واچوي. نو په داسې یو چاپیریال کې، دې هیڅوک نه حیرانیږي، چې په نادولتي او حکومتي ادارو کی ښځینه کارمندانې وګواښل شي او یاله سپکاوي سره مخ شي، خو بیاهم ځینې ښځې شته، چې دا ګواښ قبلوي او په عام ژوند کې برخه اخلي. په ټولیزه توګه موږ په دې نه پوهیږو، چی دا ښځې څومره زړورې دي. کله، چې په ۲۰۰۸ز په نومبر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوي له کابله لیدنه درلوده، له ښځو سره د دوی ناسته په مهال ویش کی نیول شوې وه. د نادولتي موسسو په برخه کی ښځینه غړي هم وې. دوی ټولو د خپلو کارونو او ورپیښو ګواښونو په اړه له دوی سره خبرې وکړې. یو نوموتي سفیر دوی وهڅولې، چې د ښځو له اړوند موضوعاتو ور اخوا ځانونه بوختې کړي.

تاسې باید زړورې واوسئ! له دې خبرې سره په خونې کې چوپتیا حاکمه شوله. دا ښځې د لیدنو پرمهال، د افغانستان زړورې ښځې وې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره یې لیدنه ترسره کوله.

د ۲۰۰۸ز په سپټمبر کې، د کندهار پرنوموتې پولیسه ملالۍ کاکړ باندی برید وشواو ووژل شوه. د ۲۰۱۲ز د اپریل پر۱۲مه نیټه د کندهار ولایتي شورا غړې ستاره اچکزۍ، چې د ښځو د حقوقو ملاتړې وه له ورته برخلیک سره مخ شوه. ځوانې ښځې باید زړورې وي اوټولنې ته ورننوځي او خپل غږونه پورته کړي.

د ښځو د ګوښه والي بل لامل د دوی اقتصادي ستونزه ده. د زیږون پرمهال د ښځو د مړینې کچه د بل هیواد په پرتله لوړه ده. په هرو ۲۷ دقیقو کی یوه ښځه د هغو سختیو لامله، چې د حمل پرمهال ورسره مخ وي، خپل ژوند له لاسه ورکوي. د عمر دنړیوال معیار له مخې، چې د ښځو لپاره په مینځنۍ کچه ۴۴ کاله اټکل شوي دی د افغانستان د ښځوعمر شل کاله کم دی. افغانستان د نړۍ یوله هغو هیوادونو څخه دی، چې دلته د ښځود ژوند منځنۍ کچه د سړیو له هغو څخه ټیټه ده.
د۲۰۰۹ز د مارچ پر۸ مه نیټه چې د ښځو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري، زه په کابل کي له ولسمشر کرزي سره یو ځای د ښځو یوې لویې غونډي ته ورغلی وم. په لومړي کتار کې د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر، د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کمیسیون مشره سیماثمر او د ښځو د شبکو نوري غړې ناستي وې. د ځینو وزیرانو مېرمنې هم راغلې وې، خو د حیرانتیا خبره دا وه چی د ولسمشر مېرمن زینت قریشي کرزي هم راغلې وه. دا لومړی او وروستی ځل و، چې ما د ولسمشر مېرمن ولیده. مېرمن زینت له خپل مېړه سره هیڅکله په عامو ناستو کې نه ده لیدل شوې او نه یې هم له خپل مېړه سره په کوم بهرني سفر کې ونډه اخیستي ده. په حکومت کې زما یو انډیوال راسره ټوکه وکړه، چی ایا ولسمشر انقلابي شوی دی؟

ولسمشر لومړی کس و، چې د ښځو پر ضد یې زورزیاتی وغانده او دوی یې وهڅولې، چې په عامه ژوند کی ونډه واخلي. ده په ښوونځیو، ملي شورا او په تیروڅو کلونو کې پر هغو پرمختګونو رڼا واچوله، چې له ښځو سره یې تړاو درلود. نوموړی وویل که زه بیا ولسمشر وټاکل شوم نو راتلونکې دورې کی به له دې زیاتې ښځې وي. ولسمشرد ښځود رایې ورکولو د حق په اړه هم خبرې وکړې. هغه مهال ښځې د افغانستان د ثبت شوو رایو ورکونکو۴۰٪ جوړوله. هغه له دوی وغوښتل، چې له خپل حق او رایې څخه پوره ګټه پورته کړي. دا کاندید کرزي و. نه ولسمشر کرزي، چې راټولو شوو ښځو ته یې خبرې کولې. ځینو د ده خبرو پرمهال چیغې کړې او ډاډ یې ورکړ، چې خپله رایه به ده ته ورکوي. یوې خو په ډیرې زړورتیا پر کرزی نیوکه وکړه، چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کی ناکام شوی دی.

کرزي ښځې دیته وهڅولې، چې په عام ژوند کې برخه واخلي ما غوښتل چی په لنډه توګه خو په دقیق ډول یې په خپلو خبرو کې په دې ټکي سره وننګوم. د ښځو ډیرې داسې شبکې موجودې وې چې ډیرې زړورې ښځې یې درلودلې چې هره ورځ یې د خپلې روغتیا او ژوند په خطر کی اچولو سره هڅه کوله څو د ښځود حقوقولپاره مبارزه وکړي.

په غونډه کې د لوړو زده کړو درلودونکې ښځې هم وې، چې دا یې له وسه پوره وه دخپل هیواد په حکومتدارۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي، خود افغان ټولنې مشران- ولسمشر، د ملي شورا غړي، والیان او نورسیم ییز چارواکي – چوپ ناست وو.

ولسمشر ښځې دیته هڅولې، چې د رایو اچونې بکسونو ته ولاړې شي او خپلې رایې وکاروي، خو ده خپله په لومړي ځل خپله مېرمن دې ډول غونډې ته له ځان سره راوستې وه. پوښتنه دا وه چې ولسمشر تر اوسه پورې پخپلې دورې کې د ښځو لپاره څه کړي وو او کوم ځای یې هغوی ته ورکړی و؟

د ده د حکومت په لومړیو کې درې ښځې وې، چې بیا وروسته دوې شوې. خو اوس یوه پاتې وه هغه هم د ښځو چاور وزیره. د بامیانو ښځینه والي حبیبه سرابي نومیده، چې د ۳۴ والیانو ترمنځ تکړه او یوازینۍ ښځینه والي ده. ولسمشر ما ته وویل، چې په راتلونکي کې به درې ښځینه ولري. او ښځینه والیانې به ډیري کړي. ما له ده وغوښتل، چې افغان چارواکي باید په دې اړه چمتو اوسي، چې له ښځو ګټه پورته کړي او ښځو ته زمینه برابره کړي، چې د نورو لپاره بیلګه شي او په عام ژوند کې ونډه واخلي. هغو د ګوتو په شمیر مېرمنو، چې په عام ژوند کې یې برخه آخیستې وه غښتلې وې، خو غږ یې په تړلې ( محافظه) ټولنه کې ورکیده. ښه پریکړه به دا وي، چې سیاسی او مذهبي مشران په دې اړه ګډه پریکړه وکړي، خو دوي چوپ وو. هغه افغان مشران چې لویدیځ پلوه ووهم – پرته له يو څو څخه یې- د ښځو په برخه کې ډیر زیات متعهد نه ښکاریدل او ما نه وو لیدلي چې د ښځو په اړه یې دې څه ویلي وي.

د حیرانتیا خبره خو دا وه، چې ولسمشر خپلې خبرې پای ته ورسولې نو سمدلاسه ووت او زه یې یوازې پرېښودم. داسي پیښه ما په غونډو کې له ولسمشر سره د ګډون پرمهال کمه تجربه کړي وه. کله، چې ما د ښځو د برخې اخیستنې د لا زیاتو ښځینه والیانو او سیاسی مشرانو د رامنځته تګ او په عامه ژوند کې د هغوی د بوختیاوو په اړه پخپلې وینا کې اشارې وکړلې نود ولسمشر ښځې ته چې لا اوس هم ناسته وه ولیدل او ترې مې هیله وکړله چې ولسمشر ته زما پیغام ور ورسوي خو هغې په ډیر احتیاط سره سر وخوځاوه. کله به، چې له ولسمشر سره یوځای شوم اوپه حکومت کې به مو ادلون بدلون خبرې کولې نو یوه موضوع، چې ما پرې ډیر ټینګار کاوه هغه د ښځو حقوق او د دوی ونډه وه خوما د ښځو له ورځې پرته ولسمشر په بل ځای کې نه دی لیدلی، چې د ښځو په اړه دې خبرې کړې وي.

د ۲۰۰۹ز په جنورۍ کې د ملي شورا د پرانیستې غونډه وه. ما او هان میلفالډ له غونډې وړاندې له ولسمشر سره لیدنه درلوده. موږ ورڅخه وغوښتل، چې په ځانګړې توګه د ښځو پرضد د زور زیاتي په اړه خبرې وکړي او د دوی د رول په ډیروالي ټینګار وکړي. نوموړی دا کاروکړ ځکه، چې ملي شورا ۲۵٪ ښځې وې. کرزي له ښځو سره د زور زیاتي په اړه ایله څو خبرې وکړې او دا یې وغوښتل، چې د کوچنیو نجونو د ودونو مخه دې ونیول شي. بیا یې زما لور ته، چې په لومړي کتار کې د افغانانو ترمینځ یوازینی بهرنی کس وم را ولیدل. هغه خپلې سترګې اوچتې کړې. شورا خواته یې ولیدل او یو څو نورې خبرې، چې د وینا په متن کې نه وي ور زیاتې کړې. نه پوهیږم چې دا کار یې زما لپاره وکړ چې ورسره غونډه مو نیولې وه او که دا هسې زما انګیرنه وه؟

ما به ډیری وخت په ملګرو ملتونو کې او له افغان نوموتو ښځو سره په دې اړه بحث کاوه، چې زه او ملګری ملتونه نور په دې برخه کی څه کولای شو؟ ډیرو ښځو به له ما غوښتل، چې په احتیاط ګام پورته کړم. دوی ویل: موږ باید دا موضوع د نامسلمانو نړیوالو استازو او دودپالو افغان سیاستوالو ترمینځ ډیره ګرمه نه کړو. ځکه دا کار ددې سبب کیده چې د افغان ښځو شوې خواري له خاورو سره برابره شي او د ښځو موضوع به د کفارو لاسوهنه وبلل شي. له بل پلوه نورو ښځو به زه اړویستم، چې په دې برخه کې جدي او زړور اجرآات وکړم. د ځوانو ښځو شبکې نظر دا و که تاسې اقدام ونه کړی نو څوک به یې کوي؟ دوی به ویل چې زموږ له مداخلې سره به خبره ډیره خرابه نشي. په ورته وخت کې یې اصرار درلود چې موږ یې په ملاتړ ودریږو. دوی ویل که چیرې موږ يې په ملاتړ ونه دریږو نو څوک به یې په ملاتړ دریږي؟

دا وخت ما هیله وښوده، چې کاش موږ په یوناما او هم د نړیوالې ټولنې په نورو برخو کې ښځینه مسلمانې کارمندانې ګمارلې وای، چې له دوی سره يې په خپله دا دیني موضوع څیړلې وای. خو ددغه ډول مامورینو موندنه سخته خبره وه.

د ښځو د ورځې له لمانځنې لس ورځې وروسته د مارچ پر ۱۹مه نیټه ولسمشر د شیعه لږه کیو لپاره، چې ډیری یې هزارګان دي او د هیواد په مرکزي سیمو کې استوګن دي یو کورنۍ قانون لاسلیک کړ. پر دغه قانون کلونه کارشوی و او په ۲۰۰۷ز کې حکومت هم پرې بحثونه کړي وو خو په ۲۰۰۹ز کې ملي شورا په ډیره بیړه او پرته له دې، چې کوم بحث پرې وشي تصویب کړ. ښځینه وکیلانو دعوه کوله، چې په دې اړه هیڅ خبرې نه دي او نه پوهیږي، چې ددغه قانون منځپانګه څه ده؟ یوه سیاسی غوغا راپورته شوه او د قانون پرضد او ملاتړ لاریونونه وشول. د قانون ډیرې برخې انګریزی ته وژباړل شوې. هماغه و، چې نړیوالې ټولنې غبرګون ته مخه وکړه.

قانون د کم عمر ودونو ته اجازه ورکوله. پردې سربیره، قانون پلرونو او د کورنیو مشرانو ته د ماشومانو د بشپړ ملکیت حق ورکړی و. دهمدې قانون له مخې میړونوحق درلود، چې پرته د مېرمنوله خوښې جنسې اړیکې ورسره ونیسي او ښځې له شرعي محرم پرته سفر نشي کولای.

د نړۍ نوموتو مشرانو له کرزي سره په خبرو کې په دې اړه غبرګونونه وښودل. یوه غرمه له نوموړي سره په ارګ کې میلمه وم، چې د انګلستان لومړي وزیر ګورډن براون ورته زنګ وواهه او په دې اړه یې خپل تود غبرګون وښود. کرزي د دومره غښتلې نړیوال غبرګون په اړه هیښ شو. ما له ده وغوښتل، چې د قانون پلي کول دی بند کړي او جنجالي مادې دې تعدیل شي. ده راسره ژمنه وکړه، چې د هرنوي اقدام په اړه به مې خبروي.

(قانون مړ شو) د ولسمشر یو نږدې سلاکار دغه خبره وکړه او ما هم پرې باور وکړ، خوزما دا کار ناسم و. کرزي قانون بیا عدلیي وزارت ته واستوه. د افغانستان د بشري حقوقو کمیسیون او د ښځو ټولنې یو شمیر وړاندیزونه وکړل. تعدیل شوی قانون بیا ولسمشر ته واستول شو، چې د فرمان په بڼه یې د جولای پر نولسمه قانوني بڼه ورکړه اولاسلیک یې کړ.

هغه جنجالي پراګرافونه لکه له کوره بې اجازې وتل، د مېرمن له خوښې پرته د مېړه په خوښه کوروالی په کې شامل نه وه، خو نوي پراګرفونه بیا پیچلي وو او تفسیر ته یې اړتیا درلوده ځکه خو یې له هغه پخوانې نسخې سره دومره توپیر نه کیده او د پراګراف تفسیرد قاضي له نظر او ذهنیت سره تړاو درلود، چې آیا دیموکرات دی او که دودپال. ما له سیما ثمر سره په دې اړه زښتې ډېرې خبرې وکړې وړاندې له دې، چې ولسمشر دا نوی قانون لاسلیک کړي. سیماثمر او نورې ښځې یې ارګ ته ورغووښتې وې. دوی هیله درلوده، چې خپله له ولسمشر سره په دې اړه خبرې وکړي او دویمې نسخې مخالفت به نه کوي، خود ښځو دا دریځ د دوی له غوښتنو سره په ټکر کې و. دوی ډاریدلې، چې له ملایانو او دودپالو سره به جنجال دا قانون لاپسې ورخراب کړي. دیته څه اړتیا وه، چې د شیعه کورنیو لپاره دې دا ډول پوښتنې رامینځته شي؟ سنیانو دا ډول پیښې د قانون له مخې، چې له حنفي فقهي جوړې شوې دي قانوني کړې وې. د شیعه لږکیو لپاره دا ډول شرایطو شتون نه درلود. په ورستیو لسیزو کې شیعه ګان له سیاسی پلوه ډیر خوځنده وو. د جلا کورني قانون موضوع دوی په ۱۹۸۰ز کې راپورته کړې وه ځکه دې موضوع دې مذهبي لږه کي ته یوه سمبولیکه بڼه درلوده. د دې قانون له لاسلیک سره جوخت ولسمشر هغه قانون هم لاسلیک کړ، چې د ښځوپرضد د زور زیاتي د مخنیوي خبره په کې شوې وه.

دا ورستی قانون په افغانستان کې ملګرو ملتونومنلی و ځکه له نړیوال هغه سره یې اړخ لګاوه. دې قانون زبر زنا، د کم عمر نجونو، له یوې څخه له زیاتو میرمنو سره واده کول منع کول د کم عمر نجونو سره واده نه کول له هغه قانون سره په ټکر کې وه، چې شیعه ګانو دځان لپاره جوړکړی و. دوی به اوس کوم یو پلې کوي؟ دا خبره رڼه نه وه. د شیعه ګانو د قانون په اړه مخالفتونه ډیر وو، خو دا په افغانستان کې د ښځو پرضد د تلپاتي تبعیض ښکاروندوی و ځکه دلته ښځې لږه ازادي لري. د نړیوالو غوسه ډیر ژر ارامه شوه، خو تبعیض او سپکاوي ادامه لري. د ښځو د ګوښیتوب پروړاندې مبارزه د نړیوالو بشري حقوقو اساسي موضوع ده، خو دلته د افغان ټولنې د جوړولو هغه باید له پامه ونه غورځول شي. ما هیڅ داسې ټولنه نه ده لیدلې، چې د نیمایې وجود د ګډون پرته یې خوښ او سوکاله ژوند لیدلی وي. که افغانستان غواړي په اقتصادي، قانوني، ټولنیزو برخو کی پرمختګ وکړي نو د خپل ټول نفوس ونډه باید تضمین کړي. د نورو هیوادو په څیر، اقتصادي پرمختګ او عصري والی په افغان ټولنه کې د ښځو په ژوند کې ژور بدلون رامینځته کولای شي.

د دې کتاب نورې برخې دلته ولولئ:

      نورې برخې

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button