افغانستانسلايډ

د افغانستان لوی درستيز هند ته ځي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو  لوی درستير جنرال قدم شاه شهيم هند ته سفر وکړي.

يوې هندۍ ورځپاڼې خبر ورکړی دی، چې جنرال شهيم به راتلونکې اوونۍ هند کې د دې هېواد له لوی درستيز جنرال دالبيرسنگ سوهاگ سره ليدنه وکړي. همدا راز به د افغانستان لوی درستيز د هند له لومړي وزير او دفاع وزير سره تلفوني خبرې وکړي. ورځپاڼې دا نه دي ويلي چې دې هېواد ته د نوموړي د سفر موخه څه ده.

هند ته د افغان لوی درستيز دا سفر په داسې وخت کې دی چې هند افغانستان سره پر لا ډېرو نظامي مرستو غور کوي. افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان څه موده وړاندې هند ته د سفر پر مهال له هندي چارواکو وغوښتل چې په نظامي برخه کې د افغانستان مرستې زياتې کړي.

هند تر دې دمه افغانستان سره د گڼو پوځي الوتکو او د هغې د پرزو مرستې کړې دي.

د افغانستان دفاع وزارت يا هم د لوی درستيز دفتر لا هند ته د نوموړي د سفر په اړه څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button