سلايډکتابونهنظر او تحلیل

 د افغانستان دېرش کلنه جګړه (۲)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی
ژباړن: سمیع الله ایلم

له افغانستان سره زما اړیکې او لېوالتیا له ۱۹۷۰ز څخه پیلیږي، ما چې په کابل د واک پر سر د شخړې په اړه هر څه موندل، نو لوستل به مې. دغه هېواد د خپل تاریخ یوه اوږده او تیاره څپرکي ته ننوته. وروستی افغان ټولواک محمد ظاهرشاه د خپل تره زوی سردار داوود خان لخوا په ۱۹۷۳ز کې له واک لیرې کړای شو او خپله یې جمهوریت رامنځته او ځان يې ولسمشر اعلان کړ.

پاچا څلوېښت کاله حکومت کړی و؛ د انقلاب پر مهال په روم کې و، پخپله داوود خان بیا پنځه کاله وروسته، د کمونیستانو په کودتا کې له منځه ولاړ. نور محمد تره کي داسې مهال واک تر لاسه کړ چې ګوند یې له مرګوني سیالۍ سره لاس او ګریوان و، یو کال وروسته تره کی ووژل شو، خو د ده سیال حفیظ الله امین په واک کې له څو میاشتو زیات ونه پایېد او له ورته برخلیک سره مخ شو.

دواړو پر ملت ځمکه سره تبۍ کړې وه. ۱۹۷۳ز د کرسمس پر ورځ، شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کېناوه. افغانستان په ناببره توګه د ګردې نړۍ پام د ځان لور ته راواړوه.

د شوروي د یرغل پر مهال زه د کمونیستي چکسلواکیا په پراګ کې د ناروي سفارت کشر دیپلومات وم. ښکاره خبره ده چې د دوی مشرانو د شوروي له یرغله ملاتړ کاوه. د لویدیز او ختیز تر منځ د ګرمۍ (حرارت) درجه دومره ګرمه وه چې له ورایه ترې ګواښ څرګندیده.

کال ورورسته، ملګرو ملتونو او د امریکا متحده ایالاتو په مسکو کې له اولمپیک لوبو سره خپل پریکون اعلان کړ، یرغل د ختیز او لویدیز تر منځ پر پیل شوو خبرو اترو چې موخه یې د سړې جګړې ختمول وو، سړې اوبه تویې او خبرې په ټپه ودریدې.

شوروي یرغل د افغان مخالفینو چې د مجاهدینو په نوم مشهور وو، له سخت مقاوومت سره مخامخ شو چې په پای کې زبرځواک او کمونیزم دواړه په ډيرې رسوایۍ ړنګ شول.

د ۱۹۸۹ز د فبرورۍ پر ۱۵ مه نیټه وروستی شوروي سرتېری جنرال بوریس ګروموف پر «دوستۍ پول» چې د اموسیند له پاسه جوړ شوی او افغانستان له اوسني ازبکستان نه بېلوي، تېر شو. افغان کمونیست رژیم د نجیب الله تر مشرۍ لاندې د دریوو نورو کلونو لپاره تر ۱۹۹۲ز پورې واک کې پاتې شو چې وروسته بیا د مجاهدینو پر وسیله ړنګ شو او مجاهدین کابل ته راننوتل او واک یې په لاس کې ونیوه.

تاجک توکمه پروفیسور برهان الدین رباني چې د مجاهدینو له اغېزناکو او محافظه کارو مشرانو څخه حسابېده، د واک پر ګدۍ کېناست، خو لوبه پای ته ونه رسېده. کمونستانو ته ماتې ورکوونکي مجاهدین په خپلو کې سره ونښتل او د کابل ځینې برخې یې پر کنډواله واړولې. د هغه مهال ویجاړې شوې ودانۍ اوس هم په کابل کې تر سترګو کیږي.

دغو ګډوډیو په ۱۹۹۴ز کې د طالبانو خوځښت ته چې په کندهار کې یې خپل شتون په یوه غونډه کې اعلان کړ، لار پرانېستله. د دغې غونډې یو ګډونوال ملا ضعیف چې په ګوانتنامو کې یې کلونه بند تېر کړی، اوسمهال په کابل کې مېشت دی. نوموړی په افغانستان کې زما د ماموریت پر مهال یو ښه منځګړی و.

طالبانو د هېواد په شمال کې له یوې کوچنۍ سیمې پرته نور ټول افغانستان په خپل کنټرول کې راوستی و، د دوی واکمني په ښه توګه غځېدلې وه. اعدامونه پر درو وهل، د ښځو ځپل، پر فلمونو، راډیو او تلویزون بندیز لګول او په ۲۰۰۱ز کې په بامیانو کې دبودا مجسمه ړنګول یې ځانګړنې وې.

القاعده پر دې توانېدلې وه چې په افغانستان کې خپل شتون ښکاره کړي، اسامه بن لادن په اسانۍ سره وتوانېد چې د لویدیز پر ضد بریدونه پرته له کومې ستونزې له دې ځایه پیل کړي.

کله چې په نړیوال سوداګریز مرکز او پنټاګون د ۲۰۰۱ز د سپټمبر پر ۱۱مه برید وشو، زه هغه مهال په ویانا کې د نارویژي هیأت په ترڅ کې د اروپا د همکارۍ او همغږۍ (OSCE) په دفتر کې وم، دا چې الوتکې مې ولیدې چې په منهاټن کې له نړیوال سوداګریز مرکز سره جنګیږي، نو له هماغه وخته پوهېدم چې نړۍ به په ډراماتیک ډول بدلون ومومي.

اوس مهال د بې چاره امریکې د غبرګون په اړه یوه پوښتنه وه چې څه شی به تر سره کوي؟ له یوې میاشت څخه په لږ وخت کې د ۲۰۰۱ز د اکتوبر پر پنځمه نېټې امریکا په افغانستان کې لاسوهنه پیل کړه.

د طالبانو حکومت ژر له منځه ولاړ، خو مشر یې ملا محمد عمر اسامه بن لادن کرښې ته څېرمه د پاکستان تر کنترول لاندې سیمو ته وتښتیدل. څو میاشتې وروسته زه په ناټو کې د ناروې د سفیر په توګه پر دنده وګومارل شوم. ما په افغانستان کې نړیوال شتون د جوړښت څارل پیل کړل: لکه د نړیوالو سوله ساتو رامنځه ته کول، په ۲۰۰۳ز کې ناټو ته د مسؤولیت لېږد، په ولایتونو کې د ناټو ځواکونو ورو ځای پر ځای کېدنه. طالبان په تدریجي ډول لومړی سویل او ختیز ته راستانه شول او بیا د افغانستان په نورو سیمو کې یې سرونه را اوچت کړل او په ودې یې پیل وکړ.

د ۲۰۰۶ز په دوبي کې زه د ناروې په بهرنیو چارو وزارت کې د سیاسي اړیکو د رئیس په توګه چې افغانستان مې تر ټولو ستر مسؤولیت و، په دنده وګومارل شوم. ما هڅه وکړه چې له دې هېواده په هرو درو میاشتو کې یو ځل لیدنه وکړم. کله چې په ۲۰۰۸ز کې ما د ملګرو ملتونو د استازي په توګه نوی مسؤولیت تر لاسه کړ، نو ما د افغانستان مهمو سیاسي مشرانو او نړوالو ګډونوالو سره په کابل کې پېژندل او یو له بل سره ښه بلد شوي وو. د ملګرو ملتونو د منشي ځانګړي استازي دنده له دوو برخو څخه جوړه شوې ده: د (UNAMA) پر  سیاسي مشرتوب سربېره د ملګرو ملتونو د ټولو دفترونو، د بشري او پرمختیایي ادارو په ګډون چې څه نا څه شلو ته رسیږي، مشرتوب. کله چې زه نیویارک ته له خپل عمومي مشر سره د لومړنۍ ناستې په موخه ورغلم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا وار له مخه د یوناما لپاره نوې او کره کاري تګلاره جوړه کړې وه.

په نوې تګلاره کې ځینې داسې دندې وې چې ډېرې زیاتې ستړې کوونکې هغه وې لکه د پرمختیایي مرستو په برخه کې سملاسي نظم راوستل؛ ملکي او پوځي ادارو په ښه ډول سره کارونه ته ترسره کول؛ د افغان ادارو لاسرسی او کاري کیفیت کمزوری و؛ هېواد د خوراکي توکو له کمښت او د سیلاونو او طبیعي پېښو له خطر سره مخامخ و، نو ځکه د بشري مرستو د همغږۍ لپاره اشد ضرورت و چې باید کار پرې شوی وای.

پر دې سربیره په سیمه کې د افغانستان د ګاونډيو په ځانګړې توګه پاکستان چې د وسله والو لپاره یې د خوندي جنت بڼه راخپله کړې وه، همکارۍ ته ډيره اړتیا لیدل کیده. په دغو ټولو برخو کې امنیت شورا د ملګرو ملتونو د جدي او پریکنده رول غوښتنه کوله. د دې تر څنګ یوناما ته دا دنده هم ورسپارل شوې وه چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په راتلونکو ټولټاکنو کې له حکومت سره مرسته وکړي او له بلې خوا له حکومت سره په ټولو هغو هڅو کې ملاتړ وکړي چې پر بنسټ یی له طالبانو سره سوله رامنځ ته کیږي.

دغه منشور نه یوازې دا چې ډېر غوښتونکی و، بلکې ډېر زیات مشاجره آمیز هم و او په اړه یې بېلابېل نظرونه وو. حتی د ملګرو ملتونو د کورنۍ دننه له شخړو سره مخامخ و.

دغې تګلارې ملګرو ملتونو، افغان حکومت او بهرنیو پوځیانو تر منځ جدي همکارۍ ته اړتیا درلوده، خو د ملګرو ملتونو ادارو دغې همکارۍ ته د شک په سترګو کتل او په دې باور وې که چېرې همکاري وکړي، نو کېدای شي خپلواکي یې تر پوښتنې لاندې ونیول شي. دې کار به د ملکي او نظامي برخو ترمنځ په کاري برخه کې ابهام رامنځته کاوه او د ملګرو ملتونو کارمندانو ته یې زیان رساوه او د دوی پر بشري فعالیت یې خپل اغېز شینده، خصوصا په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې. پر دې سربېره د ملګرو ملتونو پر رول چې د منځګړتوب پر مهال به یې لوباوه، مخالف اړخ شکمنوه، هغه داسې چې هغوی په دې فکر کېدل چې ملګري ملتونه د دوی له دښمنانو سره چې نړیوال ځواکونه دي، نږدې اړیکې لري. دا ډول اندېښنې په افغانستان کې د نادولتي مؤسسو NG’S تر منځ په پراخه کچه تبادله کېدې.

د تګلارې د پلي کیدو پر مهال به ډېر ژر دننه په ملګرو ملتونو کې، په ډګر کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو او د ملګرو ملتونو د مامورینو ترمنځ سخت مخالفتونه رازیږولي وو.

ډير ژر د منشور د پلي کېدو موضوع د ملګرو ملتونو د کورنۍ د ننه او د ملګرو ملتونو او په میدان کې د نړیوالو اداکارانو، په ځانګړي ډول د نړیوالو پوځي ځواکونو ترمنځ په یوې مشاجرې واوښتله.

کله مې چې د ۲۰۰۸ز د مارچ په میاشت کې له نیویارک لیدنه درلودله، د (دوستانو ډله) نوې جوړه شوله. دا د ملګرو ملتونو د مهمو سفیرانو نارسمي ډله وه چې د کاناډا تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کاوه.

د دې ډلې موخه دا وه چې زما او سفیرانو ترمنځ د سیاسي بحثونو لپاره یو ازاد فورم را منځ ته کړي؛ ځکه چې د ملګرو ملتونو بحثونه د رسنیو پر مخ پرانیستي وو، د دې برسیره دغې ډلې هڅه کوله څو د ملګرو ملتونو په دفتر نیویارک کې د هغو بیروکراسیو په برخې کې زما لاسنیوی وکړي چې د ملګرو ملتونو د منشور د پلي کېدو او خنډ و ځنډ سبب ګرځي.

په هماغې لومړۍ ناسته کې یو سفیر له ما وپوښتل چې څومره ژر به په افغانستان کې د نړیوالې همغږۍ په برخه کې د پاموړ پرمختګ رامنځته کړي چې د افغانستان او نړوالو لپاره د منلو وړ وي؟ د دې پر ځای چې زه ووایم چې باید په کابل کې یو څه وخت راکړای شي، ما په ځواب ویلو پیل وکړ: بس داسې په څو میاشتو کې به د پام وړ بدلون وامنځته شي.

زما د دې خبرې ملاتړ ټام ګریګ هم وکړ چې د یوناما ځوان اسټرالیایي سلاکار و. ده وار له مخه په کابل کې د یوناما په ساحوي او مرکزي دفترونو کې د کلونو تجربه درلوده. څرنګه چې له کاناډايي پلاوي سره ناسته پای ته ورسېده، نوموړي زه له لاسه ونیولم او زیاته یې کړه: «مهرباني وکړئ دوی ته دومره ژر د بدلون او پرمختګ په اړه کوم انځور او سیګنال مه ورکوئ ځکه دغه کار ډېر وخت ته اړتیا لري، نه داسې لکه تاسې یې چې په اړه فکر کوئ.»

دا د یو مامور لخوا چې ایله یوه ورځ وړاندې مې ورسره لیدلي وو، یوه جدي خبرتیا (اخطار) و. کله چې په منهاټن کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ تلخونې (زیرزمینۍ) نه ښکته شوو او هلته د پلاوو په انتظار خونه کې سره کیناستو، نو ټام په کابل کې د یوناما په اړه داسې تفصیلي معلومات راکړل چې تر اوسه مې له بل چا څخه نه وو اوریدلي. ده پخپلو مالوماتو کې راته وویل چې په یوناما کې له هرو دریوو پوستو څخه یو خالي دی. نوموړي زیاته کړه چې په ماموریت کې د سیاسي لور څرک نه لګیږي. زموږ لومړیتوب به دا وي چې د خپل ماموریت پر مهال سیاسي تګلوری معلوم کړو او د تګلارې د پلي کیدو په موخه باید ښه او د اړتیا وړ کارمندان پر دندو ګومارو، خو د ده له انده دا سخت کار دی، ځکه د ګومارنې پروسه د بدنامۍ تر بریده ټکنۍ وه او په کابل کې هېچا له کار سره لېوالتیا نه درلوده. ډېر کم خلک پیدا کېدل چې د کار په موخه کابل ته راشي. د مامورینو له مقررۍ څخه وروسته به موږ کولای شول چې له سیاسي ننګونو سره ډغرې ووهلی شو او په ورته وخت کې به په نورو هم اغېز وکولای شو څو خپلو اجرااتو ته ښه والی وبخښي او ښه یې کړي.

ټام ګریګ سپینه او غوڅه خبره وکړله، خو زه پرې پوه شوم چې نوموړی پر حقه دی. ما ته د یو راپور کاپي راکړل شوه چې د ښاغلي مایکل وان ډېر سکولینبرګ لخوا چې د ملګرو ملتونو مشر جرمن مامور په دې وروستیو کې له افغانستانه د لیدنې پر مهال لیکلی و. له ده څخه غوښتل شوي وو، څو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکي و ارزوي. راپور له ځان سره ښه زېری نه درلود او لوستونکی یې خواشینی کاوه. دغه راپور د ټام ګریک له څرګندونو سره سر لګاوه او په خبرو یې ورته د تصدیق مهر کېښوده.

د ملګرو ملتونو نوي استازي کولای شول چې یو شمېر مامورین په خپل دفتر کې وګوماري چې په دې برخه کې ټام ګریګ وار له مخه خپل ځان ګومارلی و. هغه د اړتیا پر مهال هڅه کوله چې خپل نظر زما په وړاندې بې له کوم تردده او وېرې اظهار کړي چې دې کار یې په اخلاص او زړورتیا دلالت کاوه. تر هغه چې نوموړي افغانستان د ۲۰۰۸ز په پای کې پرېښوده، نوموړی زما په دفتر کې یو له خورا مهمو او ارزښتمنو مامورینو څخه و.

بل کس چې ما په خپل دفتر کې ګومارلې وه، هغه هان میلفلنډ وه. هان د ناروې په باندنیو چارو وزارت کې دنده درلودله. وړاندې له دې چې په فاریاب کې د ناروې د پوځي قطعې سلاکاره شي، ما نوموړې په وزارت کې لیدلې وه. نوموړې په دویم ځل ما داسې مهال ولیده چې له افغانستان نه تازه راستنه شوې وه او زه تازه هلته د ملګرو ملتونو د استازي په توګه ټاکل شوی وم. هان په پېچلو سیاسي ستونزو او موضوعاتو پوهېدله، انرژي يې درلوده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ټولو دفترونو خبره وه او له بل پلو یې په افغانستان کې د دندې له برکته پراخه تجربه هم تر لاسه کړې وه. دا او ټام ما ته په سلا راکولو کې ورته ښکارېدل. ما داسې انګېرله که ورڅخه وغواړم چې راسره افغانستان ته لاړه شه، نو ځواب به یې « نه، مننه وي!» ځکه چې دا خو تازه له دې هېواده راستنه شوې وه او  خپله بستره یې راټوله کړې وه، خو زما د غوښتنې منلو یې بیخي هیښ کړم.

وړاندې له دې چې نیویارک پرېږدم، له بانکي مون سره مې ناسته لرله. نوموړي راته سپارښتنه وکړه: «کوښښ وکړه چې له ولسمشر کرزي سره غښتلې اړیکې جوړوې کړې.»

لخدر ابراهیمي، د طالبانو له پرځېدو وروسته لومړنی استازی و چې له ولسمشر سره یې دا ډول اړیکې درلودې. دا داسې وخت و چې افغانستان سیاسي ادارې نه درلودې. او بیارغونه په لومړني پړاو کې وه.

یو مهال خو داسې هم و چې یوې ډلې چې له دریو کسانو څخه جوړه وه: ولسمشر کرزی، د ملګرو ملتونو استازی لخدر ابراهیمي او د متحده ایالاتو سفیر زلمی خلیل زاد (چې افغاني ریښې یې درلودې) د ډېرو مهمو مسایلو په اړه ګډې پرېکړې کولې او نهايي تصمیمونه به یې نیول. کله چې ابراهیمي افغانستان پرېښود، نو له ولسمشر سره یې اړیکې سستې شوې. د بل هر چا لپاره دا سخته وه چې له ولسمشر سره د ابراهیمي په څیر اړیکې جوړې کړي.

موږ د دې لپاره چې یوناما د همغږۍ د ښې وسیلې او له افغان دولت سره د ښو خبرو اترو په توګه وکاروو، یوه اوږده سفر ته اړتیا درلودله.

 

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button