خبرونهسلايډ

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداگریزو توکو مستقیم راکړه ورکړه به ژر پيل شي

په چین کې افغان سفیر جانان موسازی او چیني چارواکو تېره ورځ د افغان چین د ریل کرښه رسما پرانسته. جانان موسازي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ډېر ژر به چینايي توکي په مستقیم ډول افغانستان ته ورسېږي. د موسازي په وینا دا د دواړو هېوادونو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې سوداگریزې توکې د ریل د کرښې له لارې انتقالېږي.

افغانستان او چین د سوداگرۍ اوږد تاریخ لري. پخوا به چینايي سوداگر د ورېښم له لارې خپل مالونه منځني ختيځ، منځني اسیا او اروپا ته نقلول چې د وخت په تېرېدو او د جغرافیې له تغیر وروسته دغه تاریخي لار نوره له منځه ولاړه.

چینایان اوس غواړي چې د ریل کرښه او سړک دواړه د افغانستان او منځنۍ اسیا له لارې ورغوي او خپل سوداگریزې توکې په اسانۍ سره منځنۍ ختیځ او منځنی اسیا مارکیتونو ته ورسوي.

جانان موسازی وایي چې هره میاشت به دوه ځله چینايي توکي د چین د هایمن له ښار څخه د حیرتان بندر ته وړل کېږي او په مقابل کې به یې افغانستان وچه میوه، مرمر تیږه او نور خام مواد چین ته صادروي.

 

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button