پاموړسلايډ

د افغانستان انځورونه / صفیه حلیم

انځورګر ډاکټرجيمز ايټکنسن

په ۱۸۳۹ م کې کله چې انګريز ځواک د غزني کلا ونيوله نو د هغه ځای لومړي انځورونه يو پوځي ډاکټر جوړکړل. دا انځورګر ډاکټرجيمز ايټکنسن د انګلستان د “درهم” ښار يو غريب پلار کره زيږېدلی و. له ماشومتوبه د ده د نورو ژبو او د انځورګرۍ سره شوق لرلو. د ده د پلار ځينو شتمنو ملګرو ورته د زدکړې چانس برابر کړو او ده طب ولوستلو.
په ۱۸۰۲ م کې جيمز د ايسټ انډيا شرکت سره په کلکتې کې د ډاکټر په توګه کار پېل کړو. هم هلته ده فارسي او سانسکرت ژبې زده کړې او د مطالعې سره يې د هند د کليوال ژوند انځورونه هم کښل. په ۱۸۱۲ م کې وايسرای منټو ورته د لومړي سانسکرت او انګريزي قاموس (۱۸۱۹ م ) د جاج اخيستو دنده وسپارله. ورپسې کلونو کې هغه په بنارس کې د نورو ختيځ پېژندونکو سره د هند او نورو سيمو د پخوانيو سکو مطالعه کوله.
په ۱۸۱۴ م کې ايټکنسن د فردوسي د شاهنامې يو نظم “سهراب” او په ۱۸۱۸ م کې د حاتم طایي داستان انګريزي ته وژباړه. د کلکتې د فورټ ويليم زده کوونکو په مرسته يې د فارسي ځينې پخواني متنونه انګريزي لوستونکو لپاره ترجمه کړل. د هند لومړۍ انګريزي ژبې اوونيزې د “کلکته ګزټ” مدير هم ايټکنسن و.
په دې کې به د حکومتي اعلانونو، اشتهارونو، د مهموخلکو د مړينې او ودونو يا د ماشوم د زېږېدو خبرونه خپرېدل. په ۱۸۱۸ م کې حکومت د دې حقوق د بنګال پوځي يتيم خانې ته ورکړل چې هغوی يې ځان له چاپ او خرڅ کړي. د “حکومت ګزټ” په نوم د دې پاڼې او د چاپزي مشر هم جيمز ايټکنسن و. په دې پاڼه کې د خبرونو نه علاوه د سانسکرت مناجات او فارسي شعر هم خپرېدل. وروسته ايتکنستن دا پاڼه له حکومت په اجاره واخيسته او د کال ۴۰ زره روپۍ به يې پکې ګټلې.
په ۱۸۲۹ م کې ايټکنسن د نوي ګورنر جنرل لارډ بينټينک سره اختلاف له کبله هند نه بېرته انګلستان ته لاړو. راتلونکي پنځه کاله هغه د شاهنامې يوه خلاصه په نظم او نثر وژباړله چې په ۱۸۳۲ م کې خپور شو. د اورينټل ټرانسليشن فنډ له خوا ده ته يو طلایي مډال ورکړل شو. په هغه کال ده يوه بله ليکنه خپره کړه چې د فارس د ښځو په کورني ژوند، د دوی عقيدې او دود دستور په اړه وه.
په ۱۸۳۸ م کې ايټکنسن د هغې پوځي ډلې سره مل و چې شاه شجاع يې پر تخت کينولو. د ده فارسي زده وه نو ځکه په افغانستان کې د عامو خلکوسره يې خبرې کولې شوې، د شاه شجاع او اميردوست محمد خان دواړو سره يې ليدلي وو او د ودانيو او غرونو انځورونه جوړول او ليکنې يې کولې. هم ده په لومړي ځل وليکل چې د افغانستان په شان ملک څوک نشي نيولی. مثال يې دا ورکړو چې، ” مونږ يوه غټه تيږه د غر سر ته يوړله او اوس که دا مو هلته ټينګه نکړه نو ټوله خواري به مو عبث وي.”
په ۱۸۴۲ م کې د لومړي افغان جنګ نه وروسته دی بيا کابل ته ورواستول شو او هم ده د جنګ د عواملو په اړه يوه مجله خپره کړه. د ده په لاس جوړ شوي ۲۵ انځورونه په ليتهو ګراف کاپي او انګلستان کې خپاره شول.
کله چې دی بېرته هند ته لاړو نو د انحورګر په توګه مشهور و. ده د خپلو انځورونو د دويم کلکشن کاپي شوې تختې انګلستان ته ورواستول شوې چې په لاره سمندري بېړۍ کې لاهو شوې. خو د ده اصل انځورونه اوس په برټش لايبرېري کې ايښي دي.
ده ۴۵ کاله به کمپنۍ کې نوکري وکړه او په ۱۸۵۲ م کې مړ شو.

صفيه حليم له بلاگ څخه

سرچينه
The Expedition into Afghanistan: notes and sketches descriptive of the country, contained in a personal narrative during the campaign of 1839 & 1840, etc.; published by W H Allen & Co, London, 1842.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button