سلايډنظر او تحلیل

د افغانانو په منځ کې د تخریب لپاره د نیویارکر هڅه/  رفیع الله کاموال 

مشهورې امريکايي مجلې نيویارکر (New Yorker) د ښاغلي جورج پيکر له حواله د روان ۲۰۱۶ عيسوي کال د جولای میاشتې په ۴مه نېټه (د افغانستان تيوريسن په ارګ کې) تر عنوان لاندې يوه اوږده (۱۷مخه ييزه) مقاله خپره کړې.

د مقالې له لوستلو ښکاري چې یاده مجله کوښښ کوي د افغان ټبر په منځ کې د نفاق تخم وپاشي، دوی بيا د يو بل په خلاف راپورته کړي او بالاخره داسې حالات رامنځته کړي چې موږ او تاسو ټول يې شاهدان و (۹۰مه لسيزه).

مقاله د اوسني ولسمشر محمداشرف غني په لاسته راوړنو څرخي، داسې هم ويل کېږي چې دا مقاله د ارګ ميشتو ليکوالانو له لوري ليکل شوی او بيا د پيسو په مقابل يې یاده مجله کې پدې موخه خپره کړې تر څو د ناټو راتلونکي سرمشريزه کې د اوسني ولسمشر ګډون حتمي کړي.

مقاله ډېره اوږده، ستړې کوونکي او خوا بدونکي ده.

د  مقالې په یوه برخه کې راغلي چې پخواني ولسمشر حامدکرزي یو شمېر سياسي څهرو ته باج ورکوه تر څو د نوموړي حمايت ته دوام ورکړي، پدې برخه کې يې د سولې عالي شورا مشر او د افغانستان ملي اسلامي محاذ رهبر پيرسیداحمدګيلاني نوم اخيستي، چې کرزي هره مياشت نوموړي روحاني مشر ته د میاشتنيو مصارفاتو لپاره یولک امریکايي ډالره ورکول، چې دا خبره په مطلق ډول بې بنسټه ده.

پیرسیداحمدګیلاني د پخواني ولسمشر دوه ځلې په ټينګه ملاتړ کړی، لومړی ځل یې په ۲۰۰۴ کال کې وکړ، ټاکنې د ډيموکراسۍ يو اصل دی، نوماند حق لري چې د پلويتوب لپاره مسوول شخص سره ژمنې وکړي، خو په نړۍ کې دا ثابته شوې چې هېڅکله ټولې ژمنې نه پوره کېږي.

په ۲۰۰۴کال  کې د حامدکرزي د ټاکنيزو هلوځلو مرکزي ځای  د ښاغلي ګيلاني کاري دفتر و، نوموړي په ټول قوت او محبوبت چې د هېوادوالو په منځ کې يې لري د کرزي ننګه وکړه، بالاخره کرزی بريالی شو.

د ۲۰۰۹ عیسوي کال په ټاکنو کې يو ځل بيا ګيلانی د حامد کرزي څخه په ټینګه ملاتړ وکړ، د یو سياسي ګوند د لومړي درجه مسوول په صفت په لومړي ځل د يې لویې جرګې په خيمه کې لویه غونډه جوړه کړه چې په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېده، ښاغلي ګيلاني يوازې د يادې غونډې په تر سره کېدا هم اکتفا ونکړه بلکه ورځ تر بلې يې هلې ځلې د کرزي په طرفدارۍ زياتېدلی ان تر دې چې یو ځل بيا کرزی د بريا تر پولې ورسېده، خو کرزي د تېر په څېر په هغه ژمنو وفا ونکړه چې د ګيلاني او د نوموړي له ګوند سره يې کړې وي.

باید وویل شي چې ښاغلي ګيلاني يوازې په دې موخه د کرزي ننګه او ملاتړ کاوه چې د نوموړي برنامه، ستراتيژي او موقف يې د افغانستان د خلکو او خاورې په نفعه ګاڼه، ولې دا د دې معنی نه لري چې ښاغلي کرزي دې ګيلاني ته میاشتنی باج ورکاوه، هېڅ سند نشته او نه به پيدا شي چې دا خبره ثابته کړي.

سره لدې چې ګيلاني د کرزي ملاتړ کاوه، ولې د نوموړي په کابینه او مشاورينو کې داسې خلک و چې د هغه ذهنيت به یې د سیاسي څهرو، روحانيونو او هوډمنو اشخاصو په خلاف جوړاوه او داسې پرېکړې به یې پرې کولی چې نه د هېواد او نه هم د هېوادوالو په ګټه وي، زه پدې ډاډه يم چې د ښاغلي کرزي سر به اوس پدې خبره خلاص وي چې د داسې خلکو په غوښتنه یې يو شمېر پرېکړې غلطې کړي دي.

د ۲۰۱۴ کال په اوږدو کې ګيلاني د اوسني ولسمشر اشرف غني څخه خپل حمایت اعلان کړ، په همدې کال خپله غني، لومړی مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم، دوهم مرستیال قانونپوه سرور دانش، د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر، د پوهنې وزارت پخوانی مرستيال محمدصدیق پتمن، د سوداګرۍ پخوانی وزیر انورالحق احدی، د اسماعيلیه ډلې مشر سیدمنصور نادري او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتيا کوله د ګيلاني اقامتګاه ته ولاړل تر دوه نیم ساعته بحث وروسته نوموړي پرېکړه وکړه چې د ښاغلی غني حمایت به کوي، ځکه د نوموړي طرحه، پالیسي، کورنی او بهرنی سياست يې د هېواد په ګټه ګاڼه.

داسې هم ویل کېږي کرزي له ګيلاني غوښتنه کړې وه چې ننګه د بهرنيوچارو پخوانی وزیر ډاکټرزلمی رسول څخه اعلان کړي.

دا هم بايد وویل شي چې ښاغلي ګيلاني ته اوسنی ستر مسووليت (د سولې عالي شورا مشرتوب) د نوموړي نه بلکه د غني غوښتنه وه، خو ولې په داسې حال کې ورته یاد مشرتوب په غاړه واچول شو چې ۶ مرستيالان يې ټاکل شوی و، حال دا چې پکار دا ده چې مشر خپل مرستيالان باید خپله وټاکي.

نن که څوک د سولې لار خپلوي، سوله ییز ژوند ته راګرځي او سلاح په ځمکه ږدي دا د ښاغلي ګيلاني روحانیت، محبوبیت، بې پري توب او هغه قدر ثابتوي چې اوس يې هم د ولس په منځ کې لري.

د اوسني دولت څخه ولس په څلورو ټکو ناراضه دی.

لومړی: امنیت ورځ تر بلې خرابېږي حتی چې کابل هم د درنو او لویو چاودونو شاهد دی، خو په مخنيوي کې يې اړونده ادارې پاتې راغلي دي.

دوهم: نړيواله ټولنه پر خپلو ژمنو وفا نه کوي، د تړونونو د امضاء له مخې بايد نړیواله ټولنه د افغانستان سره په تړون کې ذکرشویو برخو کې مرسته او همکاري وکړي خو په تېرو دوو کالونو کې مو داسې هېڅ تر سترګو نه شول.

درېيم: يو شمېر هغه دولتي کارکوونکي چې معاش، امکانات او پیسې د دولت اخلي او بيا په همدې دولت په پسې تخریب کوي، چې په مخنيوي کې يې دولت پاتی راغلی دی.

څلورم: سياسي شننونکي، د پارلمان غړي، د سياسي ګوندو مشران او رونډ اندو باندې بندیز لګول، موده وړاندې په ولسي جرګه کې د کندهار استازي عبدالرحیم ایوبي شمشاد سره په مرکه ویلي و، د امنیت شورا په سپارښتنه زه او زما په شان نور ډېر مبصرين په يو شمېر رسنيو ځکه بند شوي یو چې پر دولت سالم انتقاد کو، حال دا چې پخوانی دولت داسې څه نه کول، هر چا حق درلودل خپل غږ پورته کړي.

نتیجه ګیري:

زموږ په اند ولسمشر کرزي په خپل ماموريت کې تر ډېره د ولسي رضایت لپاره هلې ځلې کړي او اوسني ولسمشر ته هم هیله لرو چې د ولس رضایت او خوښۍ لپاره د جوړ شوي میکانیزم له مخې کار وکړي.

خو یو شمېر رسنۍ شته چې د  افغان ولس تر منخ د نفاق اچولو کوښښ کوي، دوی بيا   د يو بل په خلاف راپورته کړي او بالاخره داسې حالات رامنځته کړي چې موږ او تاسو ټول يې شاهدان و (۹۰مه لسيزه)، مجاهد د خلقي، خلقي د کمونيست او کونيست د مجاهد په خلاف راپورته کړي، تر څو دوی په خپلو کې سره په جنګ وي او ګټه يې بهرنيان وکړي.

داسې لاسونه اوس هم کار کوي چې نه یوازې دا چې داخلي بنسټونه مو ورغول شي بلکه بهرني پاليسي او تګلاره يې هم تر ډېره ننګولې او حتی چې ډېری هېوادونو سره د اړيکو د ترینګلۍ سبب ګرځيدلي دي.

که اوسنی دولت غواړي له ستونزو ځان خلاص کړي، ولس راضي او ستونزې حل کړي لومړی دې د داخلي دښمن  پيدا   او نسکور کړي له هغه وروسته دې بهرني دښمن غاښ ورمات کړي.

په هېواد کې د سولې، ارامۍ او پرمختګ په هیله.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button