خبرونهسلايډ

د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ څلورمه ناسته شوې

د اجراییه ریاست له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ څلورمه ناسته شوې او د دواړو تر منځ شته اختلافات تر ډېره له منځه تللي دي.

د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ له تېرو څلورو اوونیو راهیسې ناستې کېږي چې دا یې څلورمه وه. خبر پاڼه زیاتوي چې دواړه مشران غواړي د حکومتي څوکیو لپاره ټاکنې د دواړو په پرېکړه کې وشي او د دواړو تر منځ چې کومه سیاسي پرېکړه شوې هغه ټول سرته ورسوي.

د خبر پاڼې له مخې دواړو مشرانو تېر ماښام په ارګ کې له یو بل سره ناسته کړې او تمه کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې دېته ورته ناستې نورې هم تر سره شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button