پاموړ

د استنبول- کندهار خرقه مبارک / صفیه حلیم

خرقه په عربي کې “جُبٌه” هغه اوږد وړين کوټ يا چپن ته وايي چې د سړو لباس د پاسه اغوستل کېږي. د زيړبخن نسواري رنګ يوه خرقه د استنبول په خرقه شريف جومات کې پرته ده او باور کېږي چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم يو صحابي حضرت اوېس قرني ته ورډالۍ کړې وه. هلته هر کال د روژې په مياشت کې دا خرقه د عامو خلکو زيارت لپاره راوباسي.
اويس قرني (اويس بن العامر القرني) د يمن اوسيدونکی پوځي او په اوومې ميلادي پېړۍ کې يې ژوند کوو. دی ناليدلی په پيغمبر مئين او په زړه کې يې د هغه د زيارت ارمان و. روايت دی چې يو وخت مدينې ته روانېدو خو بيا په يوې غزا کې ورګډ شو او خپل منزل ته و نه رسېدو. نبي پاک وصيت کړی و چې د ده خرقه دې اويس قرني ته ډالۍ شي. وروسته يو صحابي دا خرقه يمن ته يوړله چې قرني تر مرګه ځان سره ساتلې وه. شاوخوا زر کاله وروسته هغه خرقه د ترکي سلطان استنبول ته يوړه او هلته “کوپرولو” نومې ټبر دعوه کوي چې دوی د خرقې اصلي وارثان او متوليان دي.
يوه بله خرقه مبارکه په کندهار کې هم شته چې رواياتو له مخې اويس قرني ته ورډالۍ شوې وه. روايت داسې دی چې کله امير تيمور بغداد ونيولو نو د شاهي خزانې د نورو تبرکاتو سره دا خرقه يې هم سمرقند ته يوړه. بيا د امير تيمور د مقبرې (ګور امير) سره نږدې د “روح اباد” په زيارت کې دا “جُبٌه” د نورو تبرکاتو سره پرته وه.
د تيموري واک په ختمېدو دا خرقه له هغه زيارت نه بخارا او بيا بلخ ته يوړل شوه. د سيمې په جنګونو کې کله د يو او کله بل جنګي مشر لاس ته ورتله، ان تر دې چې هند ته يې د وړلو هڅه هم وشوه. بيا د بدخشان حاکم، “ګوزګون” کلا ته يوړه. د خرقې د شته والي له کبله دغه کلا فيض آباد ونومول شوه.
په ۱۷۶۷ او ۶۸ م کلونو کې د بخارا امير شاه مراد بيګ د افغانستان په شمالي سيمو کې بغاوت وکړو نو احمد شاه ابدالي خپل شپږ زره پوځ د شاه ولي خان په مشرۍ بدخشان ته واستوو. پخپله د هرات له لاري ميمنې، بلخ او شبرغان ته ورسېدو، بغاوت يې ختم کړو او دا سيمې د افغانستان برخه شوې. ښايي افغان باچا په فيض اباد کې ايښې خرقه مبارکه هم وليدله او کندهار ته يې د راوړلو فيصله وکړه.
ولسي داستان وايي چې په فيض اباد کې د خرقې متولي احمد شاه ابدالي ته يوه تيږه په ګوته کړه چې له هغې وراخوا څوک دا خرقه نشي وړې. باچا امر وکړو چې تيږه دې هم خرقې سره يو ځای کندهار ته يوړل شي. دغه تيږه اوس هم د زيارت په غولي کې ايښې ده.
د فيض اباد نه د خرقې مبارکې اوږد سفر په څو پړاونو کې وشو او کابل ته چې ورسېده نو د “ده افغانان” په مسجدي سراى کي وساتل شوه. بيا د ښار په لوېديځ کي د سخي شاه مردان زيارت کې وه.
په ۱۷۶۸ م کې خرقه کندهار په زاړه جامع جومات کي امانت او د ساتنې دنده يې حاجي عبدالحق اخوندزاده الکوزي ته وسپارل شوه. د دغې ټبر غړي اوس هم د خرقې مبارکې متوليان دي.
افغان باچا د دې خرقې لپاره دوه پوړيزه ودانۍ د جوړلو امر وکړو، غوښتل يې چې په بره پوړ کې خرقه او ښکته دده قبر وي. خو د هغه دا ارمان پوره نشو ځکه تېمور شاه او د ده مشاورين پوهېدل چې د زيارت کونکو شمېره به زياتېږي او دا امکان هم و چې نورو جنګونو کې به خرقه بيا غلا شي. بيا د احمد شاه ابدالي د مقبرې ختيځ لوري ته يوه بله ودانۍ جوړه شوه او په ۱۷۷۶ م کال کې خرقه مبارکه دلته کېښودل شوه.
اوس دا خرقه په دريو صندوقونو کې چې يوه يې د سپينو زرو ده، بنده ده. د وخت حاکم نه علاوه بل څوک يې نشي ليدی او په ۱۹۹۶ م کې د طالبانو مشر لپاره راوويستل شوه. هغو چې دا خرقه ليدلې ده وايي چې د اوښ د رنګ او په وړين تار ګنډلې ده او يو لستوڼی نه لري. نور وايي چې تيز ماشي رنګ كي ده او دواړه لستوڼى يې نشته.
اوس څو پوښتنې پېدا کېږي چې د اويس قرني اصل خرقه په ترکيه کې ده او که په کندهار کې؟
يوه توضيح په عربي تاريخ کې شته او هغه دا چې د جهالت د زمانې يو شاعر کعب بن ظهېر، کله چې مسلمان شو نو د حضرت محمد (ص) لپاره يې يوه قصيده وليکله. دا په عربي ژبې کې لومړی نعت او “بانت سعاد” نومېږي. نبي پاک د مننې په توګه ظهېر ته خپله “جُبٌه” ورډالۍ کړه. د ظهېر له مړينې وروسته د هغه اولادونو دا “جُبٌه” په اميرمعاويه خرڅه کړه او د اميه نه پس ته عباسي خلفاو بغداد ته يوړه. له هغه ځای مملوک باچاهانو قاهره(مصر) کې وساتله او ورپسې عثماني خليفه سليم(اول) په ۱۵۹۵ م کې استنبول ته يوړه. نو ممکن د ترکي “جُبٌه” د کعب بن ظهېر وي او د کندهار هغه يې د اويس قرني نه پاتې وي. خو د دې پخلی تر هغې نشي کېدی چې دواړه خرقې لرغونپوهان پخپله وګوري او سم تاريخ يې وليکل شي. بله دا چې د کندهار خرقه ولې دومره پټه ساتل کېږي؟ دا د ټولو مسلمانانو يوه ګډ ميراث دی او پکار ده چې خلک يې وګوري.
د ترکي مفتي وايي، “دا خرقه هيچا ته څه ګټه نشي رسولې. دا مونږ سره د پاک پيغمبر له خوا يوه ډالۍ ده. نورټول عقيدت خدای او د هغه پيغمبر ته پکار دی.

صفيه حليم له بلاگ څخه

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button