پاموړراپورونه

د اروپا تر ټولو ستر د زنا مرکز “پاسشا ” د کرونا له امله بندیږي

د اروپا ترټولو لويه قانوني فاحشه خانه چې د جرمني په کولن ښار کې موقعيت لري تړل کېږي، د(پاسشا Pascha )  په نامه دا فاحشه خانه د اروپا ترټولو لويه فاح-شه خانه ده، ددې ځای مشر نن پخپله اعلامیه کې وويل چې د پاسشا د فاحشه خانې د لارې پای راورسېد، دا فاحشه خانه وروسته د سخت تاوان څخه بندېږي.

څو میاشتې کېږي چې په جرمني کې کرنټین پلي کېږي او دې کار د فاخشه خانو کار له سختو ستونزو سره مخ کړی دی، ددې ځاي مشر وايي چې حالت نامعلوم دی، سړی هېڅ نشي ويلی، دولت د راتلونکي په هکله دوی ته غوڅ څه نه وايي، دده په وينا که حکومت ورته ويلي وی چې راتلونکی کال به کرنټین نه وي نو دوی به له بانک قرض اخيستی و او د قطعي ماتې سره به نه مخ کېدل خو حکومت دوی ته ويلي چې هرڅه امکان لري.

دا فاحشه خانه چې لس منزله اپارتمان کې جوړه شوې ده د اروپا ترټولو لویه فاحشه خانه ده او په سلګونو کار کوونکي او په زر ګونو مشتريان لري.

ورته مطالب

Back to top button