سلايډنظر او تحلیل

د اردګان مخالف ګولن څوک دی او څه غواړي؟

ژباړه او لنډيز: ميرويس درانی

په ترکيه کې ولسمشر اردګان د ناکامې کودتا ټول تور د فتح الله ګولن په غاړه اچوي او له امريکا څخه يې د ورتسليمولو غوښتنه لري. د ترکيې حکومت د هېواد دننه د ګولن د ډلې جرړو وېستلو ته مټې بډ وهلي او دغه راز يې له نورو هېوادونو سره د هغه د مکتبونو د بندولو په اړه اړيکه نيولې.

بلې خوا ګولن د کودتا تورونه ردوي چې ځينې خلک يې د هغه په رول کې مشکوک کړي، خو د هغه پخواني مرستيال او هغه ته نږدې سرچينې، لطيف اردګان، رسنيو سره خبرې کړې دي او ټينګار کوي چې په کودتا کې د هغه لاس او لارښوونه لازمي ده.

لطيف اردګان، چې له ولسمشر اردګان سره کورنۍ اړيکې نه لري، له فتح الله ګولن سره يو ځای د خدمت ګروپ جوړ کړی دی او د هغه ځای ناستی هم بلل کېده. هغه وايي چې له اوله يې هڅه دا وه چې د خپلو ښوونځيو فارغين په قضا، پوځ او لويه څارنوالي کې دننه کړي. لطيف وايي چې د کودتا له ناکامۍ وروسته ګولن په کې لاس لرل رد کړل، خو هغه يقيني دی چې د کودتا تر شا د ګولن لاس دی.

هغه زياته کړې چې که چېرته کودتا بريالۍ شوې وای، زښت ډېر کسان به په کې وژل شوي وای او خپل منځي جګړه به هېواد کې پيل شوې وای، ځکه چې ګولن ډېر سخت زړی سړی دی. د لطيف اردګان له نظره په کودتا کې بريا د ترکيې بريا ده. ولسمشر اردګان هم ورته نظر لري، ځکه خو يې د کودتايانو د ريښو وېستلو ته مټې بډ وهلي دي.

فتح الله ګولن په ۱۹۹۹م کال کې امريکا ته لاړ او پنسلوانيا کې مېشت شو. لطيف ګولن وايي چې په امريکا کې ژوند ګولن بدل کړ. هغه د امريکا له استخباراتي شبکې، سي آی اې، او اسراييلي استبخباراتو، موساد، سره اړيکې ټينګې کړې. هغه اوس د اسراييلو خواخوږی ګڼل کېږي. له همدې امله د ايران او روس د سياستونو مخالف دی او د اسراييلو ملاتړ کوي. هغه له اسراييلو سره د اردګان د اړيکو د خرابېدو مخالف دی او پر اردګان له همدې کبله نيوکه هم کوي.

په ۱۹۸۰م کال کې ترکي پوځ د اسلامپال نجم الدين اربکان پر حکومت کودتا وکړه او د حکومت واګې يې په خپل لاس ونيولې. هغه مهال ګولن د دوی کودتا وستايله. له همدې امله پوځ هم ګولن ته د خطر په سترګه نه کتل او په پوځ کې يې د نفوذ اجازه وکړه.  له هغه مهاله را په دې خوا، دی په پوځ کې لوړ رتبه کسان لري.

لطيف اردګان او فتح الله ګولن د ماشومتوب او تحصيل پر مهال ملګري وو. دوی په ازمير کې اوسېدل او د سعيد نورسي له کتابونو او روحي کار څخه متاثر شوي وو. وروسته يې خپل تصوفي کار پيل کړ، مګر په دې وروستيو کې يې لارې بدلې کړې. په ۲۰۱۴م کال کې لطيف اردګان ويلي وو چې ګولن په پيل کې د خدمت حرکت د خلکو د تعليم له پاره جوړ کړی و، خو اوس د دولت دننه دولت دی او ګولن غواړي چې د ترکيې واکمن شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button