ويډيو

د ارجنټاین هوايي ډګر کې د فرانسوي ولسمشر ښه راغلاست ته څوک نه دي ورغلي(ويډيو)

رپټلي خبري آژانس ويډيو ښکاره کوي چې د فرانسې ولسمشر، ايمانوېل ماکرون او مېرمن يې، په داسې حال کې چې جي ۲۰ غونډه کې د برخه اخيستو له پاره د ارجنټاین پلازمېنې، بونس ايرس ته تللي دي، له الوتکې د کوزېدو پر مهال يې څوک ښه راغلاست ته نه دي راغلي.
ويډيو کې ښکاري چې کله چې د فرانسې ولسمشر او د هغه مېرمن له الوتکې کوزېږي، وينې چې هېڅوک يې ښه راغلاست ته نه دي ولاړ او يوازې د هوايي ډګر عمله يې ښه راغلاست وايي، دوی يو ډول خجالت کېږي. دغه ويډيو په ټولنيزو شبکو کې د ډېرو فعالينو له لورې مسخره شوې ده.
که څه هم د ارجنټاین وفد وروسته د فرانسوي ولسمشر استقبال ته ورځي، خو د خلکو توجه دې جلبه کړې چې ښه راغلاست په وخت ونه ويل شول او فرانسوي ولسمشر او مېرمن يې يو ډول خجالت شول.

https://www.youtube.com/watch?v=YZUunAa_d70

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button