نظر او تحلیل

د اخوان المسلمين په اړه د ګارډين ورځپانې څرګندونې

ځلاند

د ګارډين ورځپاڼې په خپله مقاله کې ليکلي، چې متحده اماراتو له برتانيې په کلکه غوښتي وه چې د اخوان المسلمين ګوند پر ضد دې جدي اقدام وکړي او د دې خبرداری يې ورکړی و، که چېرې برتانيه په دې اړه عملي کار ونه کړي، نو دوی به د ميلونونو پاونډ وسلو د پلورلو قراردادونه لغوه کړي.

ګارډين ورځپاڼې هغه اسناد تر لاسه کړي، کوم چې متحده اماراتو د برتانيې دولت ته لېږلي او د دغې ګوند په ضد يې ورڅخه د عملياتو غوښتنه کړې.

ورځپاڼه زياتوي چې متحده اماراتو په برتانيې هغه وخت زور راوړو کله چې د ۲۰۱۲ ميلادي کال د جون په مياشت کې دغه ګوند انتخابات وګټل او د مصر خلکو د ګوند غړی محمد مرسي د خپل ولسمشر په حيث غوره کړ.

ورځپاڼې په خپله مقاله کې درې پياوړو عربي دولتونو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې مصر، سعودي عربستان او امارات د برتانيې سره ډېرې نږدې او ځانګړې اړيکې لري او دغه درې واړو دولتونو برتانيې ته د دغه ګوند په اړه خپله انديښنه ښکاره کړې، ځکه چې ياد دولتونه په دې اند دي، چې نن ورځ د دغه ګوند مرکز او قوت ټول په لندن کې دی او له هغه ځايه خپل پلويان حمايه کوي.

ورځپاڼې په خپل مطلب کې زياته کړې، چې په دغه موندل شوو اسنادو کې متحده اماراتو د برتانيې لومړني وزير ته ليکلي وه، چې دغه ګوند د برتانيې په خلکو او ټولنه کې ځای نېولی او نه يواځې د اماراتو لپاره ننګونې راولاړولی شي، بلکې د ټولې نړۍ لپاره يوه خطره ده، چې بايد مخه يې ونېول شي.

دغې ورځپاڼې په اخر کې د برتانيې او اماراتو په اړيکو خبرې کړې او دا يې څرګنده کړې، چې د د اخوان المسلمين په سر د دواړو دولتونو اړيکې ښې نه دي، ځکه چې د دغه ګوند پر ضد د برتانيې ستراتيژيکي پلان او اقدام اماراتو ته د تسلۍ وړ نه دی او په تېر کال کې يې په ماراتو کې د برتانيې پوځي ماموريت هم ختم کړو او د پوځي مشاورينو او چارپوهانو هغه قرارداد چې تېر کال پای ته ورسېد، بيا يې تازه نه کړ.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button