افغانستانسلايډ

د اجراییه ریيس او ولسمشر تر منځ کتنه وځنډېده

د اجراییه ریاست دفتر وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د اجراییه رييس او ولسمشر تر منځ پلان شوې کتنه د ناڅرگندو دلایلو له امله ځنډېدلی دی.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن الرحیمي رسنیو ته ویلي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري نن د شنبې ورځ د کتنې پلان نیول شوی وو خو دغه پلان بېرته وځنډېده. رحیمي زیاته کړه چې اجراییه ریاست لا د کتنې لپاره خپله اماده‌گي لري.
د اجراییه ریاست ویاند دغه خبر وروسته له هغې ورکړ چې عبدالله پر ولسمشر د تېرې ورځې له نیوکو څخه دفاع وکړه. په ۲۰۱۴ ټاکنو کې عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي له لوري ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ټاکل شوی وو. تېره ورځ د جمعیت اسلامي گوند مشرانو د عبدالله عبدالله له څرگندونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او غوښتنه وکړه چې باید عملي اقدامات وشي.
ډاکټر عبدالله عبدالله له ولسمشر څخه گیله من دی چې د ملي یووالي حکومت له راتلو وروسته په خپلو ژمنو وفا نه کوي او قدرت یې خپل انحصار کې ساتلی دی. بل لوري ولسمشر د عبدالله عبدالله د نیوکو په مقابل کې وویل چې دغه څرگندونې د حکومتولۍ له روحیې سره اړخ نه لگوي.
په دې وروستیو کې د اجراییه ریاست او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ واټن ډېر شوی دی او دواړه لوري په یو بل باندې توندې نیوکې او تورونه پورې کوي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button