افغانستانخبرونهسلايډ

د اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله ټوېټر پاڼه هک شوې

د اجرایه رئیس ټوېټر پاڼه تېره شپه ۷ بجو راهیسې د هیکرانو له خوا هک شوې، د اجرایې ریاست ویاند د پاڼې د هک کیدو پخلې کړی.
د اجرایه رئیس ټوېټر پاڼه ۲۴ کارکونکي لري او ۴۲ زره کسان یې په ټوېټر کې څاري.
د دغه ریاست ویاند رسنېو ته ویلي:«د هکرانو په اړه کره معلومات نه لرو، خو زموږ د تخنیکي چارو کارکونکو پلټنې روانې دي.»
خو بل خوا بیا هکرانو ځانونه د خیالي هکرانو په نامه نومولوي، خو په ټولنیزو رسنېو کې بیا ګنګسې دي چې هکران د رڼا غورځنګ (جنبش روشنایی) کسانو دي.
هکرانو خپل په ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«د اجرایې رئیس پاڼه هک شوه، عبدالله عبدالله دې اوس زموږ غږ واوري.»
هکرانو د ډاکټر عبدالله عبدالله په ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«زه د یو خطرناکې ازادۍ نه، سولیزې غلامۍ ته ارزښت ورکوم.»

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button