روغتيا

دې چاغې ښځې خپل ۱۹۴ کیلوګرامه وزن څنګه کم کړ؟

دا ښځه وايي، ماته سفر دومره سخت شوه چې الوتکې کې به مې دوه سیټونه بک (کرایه) کول کله کله به الوتکې ته نه پريښودم وايي ستا وزن زیات ده.

دا ۲۶ کلنه ښځه نورما ډبریل نومیږي، وزن يې ۱۹۴ کیلوګرامه وه د امریکا د ټکساس ایالت اوسیدونکې وه، دا ښځه د خپل ۱۹۴ کیلو وزن څخه ډیره تنګه شوه خو د سیل او سیاحت سره مینه پیدا شوه چې په حیرانونکي ډول يې ۱۰۸ کیلو وزن کم کړ.

دا ښځه وايي، ماته سفر دومره سخت شوه چې الوتکې کې به مې دوه سیټونه بک (کرایه) کول کله کله به الوتکې ته نه پريښودم وايي ستا وزن زیات ده.

په ۲۰۱۷ م کې راته احساس وشو چې په دې زیات وزن په ټولنه کې ژوند کول سخت دي نو د همدې کبله يې د معدی او کولمو مستقیم عملیات یا (Gastric bypass surgery) وکړه چې په ژوند کې يې لوی بدلون راغي کله نورما ډیریل چاغه وه نو د ورځې به ۳۰ زره کالوري خوراک کاوه چې د عملیاتو څخه وروسته يې خوراک هم کم شو او په ۲۰۱۸ کال کې يې ۱۰۸ کیلو ګرامه وزن کم کړ او ۸۶ کیلو ګرامه پاتې شوه خو اوس هم د نور وزن کمولو لپاره د ورځې ۱۰ زره قدمه مزل کوي.

Tags
Back to top button