سلايډنظر او تحلیل

 دښکېلونې امریکایی لوبه .. له صدامه تر اردوګانه!

نه پوهېږم، ولې تر نن پورې ځینې خلک په خپله خوښه د امریکا په دامونو او لومو کې لوېږي، سره له دې چې پخوانی او اوسنی تاریخ ډېرې داسې بېلګې موږ ته وړاندې کوي، چې موږ ته د دغو دامونو او لومو څخه د ژغورتیا په برخه کې ګتورې ثابتېدای شي، کومې چې امریکا یې د هېوادونو د ښکېلونې او د تباهۍ کندې ته د ورغورځونې لپاره ږدي. سره له دې چې لنډه ماضی د امریکا له دسیسو څخه ډکه ده، خو بيا هم  امریکایان برملا د خلکو د سترګو پر وړاندې خپل دسائس او غولونې په پرلپسۍ توګه تکراروي او ځینې په ساده توګه د نوموړو دسیسو ښکار او په امریکایی لومو کې لوېږي.

هغه لویه لومه چې د “صدام حسین” په مشرۍ د عراقی نظام پر وړاندې امریکا په لاره واچوله، د موږ ټولو ښه په زړه ده، امریکایان له کلونو راپدیخوا دې ته پلان درلود او په دې پوهېدل، چې د یوه لویې لوبې په لاره اچونې څخه پرته د منځني ختیځ پر سیمه باندې هر اړخیزه واکمني او تسلط نه شي ټینګېدای. دا سمه ده، چې دوی له څو لسیزو راپدخوا په ټول قوت سره په نوموړې سیمه کې شتون درلود، خو د دوی هیله دا ده، چې پر نوموړې سیمه باندې هر اړخیزه واکمني ولري او ټوله سیمه په داسې ډول تر خپل اغیز لاندې راولي، چې نه یوازې د دوی حضور پکې شونی وي، بلکې د خپلو ټولو نړیوالو دښمنانو او په تېره بیا چین او روسیې او هر هغه څوک چې د نړۍ دغې ارزښتناکه استراتیژیکې سیمې ته د رسېدو هڅه کوي، پر وړاندې د مقاومت د مرکز په توګه ترې ګټه پورته کړي.

امریکایانو څرنګه کولای شول چې نوموړې موخه تحقق و مومي؟ په سیمه کې یوې لویې لوبې ته اړتیا وه،  نو د عراق  نظام تر ټولو ښه انتخاب ؤ، چې له لارې یې نوموړي هدف ته رسېدل شوني وو، او د ټولو به په زړه وي، چې څرنګه د امریکا سفیره “ايبريل ګلاسبي” په بغداد کې د عراق د ولسمشر “صدام حسین” سره ولېدل، او څرنګه یې ورته وویل: “امریکا ممانعت نه لري، چې د عراق نظامي ځواک پر کویټ باندې یرغل وکړي، ځکه دا خبره په امریکا پورې اړه نه لري! “) او د هغه وخت د عراقي نظام ساده توب په دې کې ؤ، چې د امریکا دا خبره یې و منله او پر کویټ باندې یې یرغل وکړ، او وروسته بیا په داسې وخت کې  په دې پوه شول چې دا یوه استراتیژیکه او تاریخي لومه او دسیسه وه،چې هر څه یې له لاسه ورکړي وو، کویټ ته د عراقي ځواکونو د ننوتلو سره سم امریکا د کویټ څخه د عراق د ځواکونو د ایستلو په موخه  د نړیوالو، عربي او سیمیزو قوتونو د راغونډولو  په لټه کې شوه  او هغه مهال یې د کویټ د آزادۍ لپاره  ډېرش هېوادونه راټول کړل.

 نوموړي واقعیت تحقق و موند؛  ځکه د عراق د هغه مهال نظام د امریکا په لومه کې دوه ځله ولوېد، لومړی ځل کله یې چې د امریکا د سفیر ې خبره ومنله او پر کویټ یې یرغل وکړ او دوهم ځل کله چې یې سرتمبه توب وکړ او خپل یرغل او اشغال ته یې ادامه ورکړه او د کویټ څخه د وتلو نه یې ډډه وکړه او امریکایانو ته یې د ځپلو  او د اردو د له منځه وړلو او د دیارلس کاله کلابندۍ مبرررات په لاس ورکړل، او وروسته یې بیا پر عراق یرغل و کړ او د “صدام حسین نظام” یې راوپرزاوه، او ټوله سیمه یې تر خپل کنترول لاندې راوسته. هېره دې نه وي، چې امریکا تر دې وړاندې عراق د ایران سره  په داسې خونړۍ جګړه کې ښکېل کړ،چې اته کله یې دوام وموند، د جګړې دواړو خواو ته یې وسله  او استخبارتي  معلومات ورکول، تر څو جګړه ادامه ومومي.

لنډ پرون امریکا همدا لوبه په سیمه کې د خپل بل ملګری (ترکیې) سره تر سره کړه، ترکانو ته یې د سوریې د پولې سره څېرمه د روسیې د الوتکې د راپرزولو لپاره شین څراغ ورکړ، او ترکانو ګمان کاوه چې امریکایان او د ناتو تړون به پر ترکیې باندې د روسیې د یرغل او یا سیاسي کړکیچ په صورت کې د ترکیې ملاتړ ته راودانګي، کله چې روسیې پر ترکیې باندې د سیاسي او نظامي اړخه کړۍ تنګه کړه، د ترکیې رییس “اردوګان” وغوښتل تر څو د ناتو د تړون پنځمه ماده – چې پردې باندې تصریح کوي: “کوم مهال چې د ټړون د غړو هېوادونو پر کوم هېواد باندې دبهرنی یرغل د ګواښ سره مخ شي باید د تړون غړي هېوادونه ټول د متضرر هېواد تر څنګ کې ودرېږي” – تطبیق شي، خو د امریکا رییس د دغه مادې د تطبیق مخالفت وکړ، بلکې د سوریې او ترکیې پر ګډه پوله باندې یې خپل نصب شوي باتیروت راکټونه کوم مهال چې روسیې پر سوریه کې مداخلت وکړ او د ترکانو سره مخ شول وېستل، دغه مهال ترکیې پوه شوه، چې د لویې دسیسې سره مخ کېږي، ښکاره ده، چې امریکایانو غوښتل تر څو ترکان د روسانو سره ښکېل کړي، تر څو دواړه لوریه خپل ځواک له لاسه ورکړي، څرنګه یې چې عراق د ایران سره تر دې وړاندې ښکېل کړ. خو د صدام حسین په مشرۍ د عراق مشرتابه او د اردوګان په مشرۍ د ترکیې مشرتابه تر منځ توپير دا ؤ، چې اردوګان په لوبه ژر پوه شو، پر ځای د دې چې د سر تمبه توب څخه کار واخلي د امریکا پر لوبه پوه شو او هغه دسیسه یې په لومړنیو مرحلو کې شنډه کړه، د روسانو سره یې خپلې اړیکې د امریکایانو له خبرېدو پرته بېرته سمې کړې، او دا خبره پخپله د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاند وکړه، چې ګواکې امریکا د ترکانو او روسانو پر تماس له وړاندې خبره نه وه، او امریکا د دغه تماس او نږدیکت له وړاندې پر نه خبرېدو باندې حیرانه ده! او لکه چې وايي چې امریکا د دغه نږدیکت څخه هک پک حیرانه ده، چې ولې یې لوبه بریالۍ نه شوه.

امریکایانو د دوهمې نړیوالې جګړې څخه راپدخوا په خونړیو جګړو کې د نورو هېوادونو د ښکېلونې لوبه تر سره کوي، آن تر دې چې امریکایانو خپل ملګری ستالین هم د نازیانو پر وړاندې جګړې ته ولمساوه او هغه یې د امریکایانو او روسانو د ګډ دښمن پروړاندې یوازې پرېښود، تر څو خپل ځواک له لاسه ورکړي. او عجیبه بیا دا ده، چې امریکایان خپلې دښکېلونې لوبې نه پټوي،  د امریکا د فکري وتلو مرکزونو یو نامتو مفکر دانیال بایبس د لوېدیځ حکومتونو ته سپارښتنه کوي، چې د “بشار الاسد” د نظام څخه ملاتړ وکړي، سره له دې چې د “بشار الاسد” نظام باید د هغوی کلک  دښمن وی،  د دغه وړاندیز لامل دا دی، څرنګه چې “بایبس” تصریح کوي:  “د شر ځواکونه کله چې پخپل منځ کې په جګړه بخت وي!، زموږ لپاره لوی ګواښ نه شي متوجه کولای، او دوهم د “بشار الاسد” او مخالفو وسلوالو ډلو تر منځ جګړه د یوه لور د هر اړخیزه نظامي بري مخه ډب کوي، که کوم لور بشپړه بریا مومي په حقیقت کې موږ ته لوی ګواښ متوجه کولای شي. نو له دې امله د لوېدیځ ځواکونو ته په کار ده، تر څو د جګړې ښکېل اطراف په داسې حالت کې وساتي تر څو پر خپل سیال باندې بشپړه بریا و نه مومي او تل د بایلونکی لور تر خوا ودرېږي، تر څو د لوېدیځ او امریکا د ګټو لپاره جګړه ادامه پیدا کړي”.!!

سرچینه: القدس العربی /

لیکنه :  فیصل القاسم /

ژباړه عبدالرحمن فرقانی /

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button