راپورونهروغتيا

دوه سرونه او درې لاسونو والا ماشوم، والدین په ویره کې واچول

په هند کې یو نوی پیداشوی ماشوم چې دوه سرونه او درې لاسونه لري خلک يې په حیرت کې اچولي. کله چې ماشوم پیدا شو نو دوه سرونه او درې لاسونه لرل چې والدینو ولیده نو ترې وویریدل او خپل ماشوم نه انکار وکړ.

دا ماشوم د یوې ۲۱ کلنې ببیتا اهیرور څخه په ۲۳ نومبر چې ددې لومړی ماشوم وه پیدا شو، کله چې ډاکټرانو د پیدایښت څخه مخکې الټراساونډ کړي وه مور ته يې ویلي وه چې ستاسو دوه بچیان کیدونکي دي خو اهیرورر وايي کله چې ډاکټرانو د پیدایښت څخه وروسته راته په غیږ کې دوه سرونو والا بچې راکړ وویریدلم، د ښځې خاوند جسونت سنګ وايي، ماشومانو سر او لاسونو کار کاوه خو مور په غیږ کې د اخیستلو څخه انکار وکړ ځکه هغه ډیره ویریدلی وه.

ډاکټرانو نوموړی ماشوم په بیړنی خونه کې ساتلي تر څو يې ښه درملنه وشي، ډاکټران زیاتوي داسې پیښې لږ کیږي خو ددې ماشوم د ژوند په اړه څه نشو ویلي خو دومره ویلي شو چې عملیات کول به له مرګ سره مخ کړي.

ورته مطالب

Back to top button