راپورونهسيمه او نړۍ

دوه جلا بمي چاودنو کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې په دوو جلا بمي چاودنو څلور پاکستاني سرتېري کې وژل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو پرون دوشنبه ازادي راډیو ته ویلي، یوه پېښه په رزمک سیمه کې د ماین د چاودني له کبله شوې او دوه پوځیان په کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د چارواکو په خبره دا پوځیان په ورځنۍ ګزمې بوخت وو چې چاودنه پرې وشوه.

دوه نور پوځیان په میرعلي ښارګوټي کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

حزب الاحرار چې د پاکستان د طالبانو تحریک څخه یوه بېله شوې ډله ده، د دې چاودنو مسولیت اخستی دی.

پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د وسلوالو  څخه د سیمې د پاکولو په هدف په شمالي وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات وکړل.

Related Articles

Back to top button