خبرونهسلايډ

دولت د کلیو او ښارونو د ځمکو ثبتول پیل کړل

 

دولت چارواکو د کلیو او ښارونو د ځمکو د ثبتولو بهیر له کابل څخه پيل کړی او زیاته کړې یې ده چې دا پروسه به ټولو کلیو او ښارونو ته رسېږي. ولسمشر اشرف خپل کمپاین کې ژمنه کړې وه چې دا ستونزه به حلوي او ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته به دا ټولنیزه ستونزه حلوي.

اشرف غني د ځمکو د ثبت د پیل په غونډه کې وویل چې د افغانستان ډېری ځمکې ثبت شوي نه دي او د ځمکو مالکان یوازې عرفي قبالې لري چې دا ډېرې ستونزې زیږوي. ولسمشر زیاته کړه چې دغه ستونزه به له دې بهیره وروسته حل شي.

تر دې مهاله د افغانستان ۸۰ سلنه ځمکې له حکومت سره ثبت نه دي او د ثبت له بهیر وروسته خلک کولای شي چې په ارامۍ سره خپلو ځمکو کې د ودانۍ کارونه تر سره کړي. ولسمشر اشرف غني زیاته کړه چې غواړي کابل د ظهیرالدین بابر او امان الله خان د نقشې له جوړ کړي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button