افغانستانراپورونه

“دولت جوړوونکی د رایو مقابل کې ښځو ته صابون او جامې ورکوي”

له بدخشانه رپوټونه وایي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکی ټاکنیز ټیم د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې ښځو ته صابون او جامې ورکوي.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکو او د دولت جوړوونکي ټیم یو شمېر مخالفینو دغه ادعا کړې او سلام وطندار رپوټ ورکړی دی.
د شهدا ولسوالۍ اوسېدونکې فریدې دغه خبر تایید کړی او مني چې ښځو ته صابون او جامې ورکړل شوي دي.
بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون اړوند چارواکي دغه کړنه د قانون خلاف ګڼي.

Related Articles

Back to top button