افغانستانسلايډ

دفاع وزير: هوايي ځواک سره شوې مرستې پر ځای نه دي لگېدلي

په داسې حال کې چې د افغانستان جگړه د نور کله په پرتله اوس ډېره په زور کې ده او امنيتي ځواکونه ډېری وختونه د جگړې پر مهال د هوايي ځواک د مرستې غوښتنه کوي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې لا هم هوايي ځواک پر ځان نه دی بسيا او د امنيتي ځواکونو غوښتنې نه شي پوره کولی.

دفاع وزير تېره ورځ د افغانستان د هوايي ځواک د رامنځته کېدو په پنځه نويمه کليزه کې وويل، چې هوايي ځواک سره شوې بهرنۍ مرستې په سمه توگه نه دي لگول شوي، ځکه خو دغه ځواک لا هم نورو مرستو ته اړ دی. دفاع وزير څرگنده نه کړه چې دغه مرستې ولې سمې نه دي لگول شوي يا د چا له لوري بل لور ته وړل شوي، خو نړيوالو راپورونو ښودلې ده چې افغانستان سره د بهرنيو هېوادونو شوې ډېری مرستې يا په خپله د بهرنيانو او يا هم د افغانانو له لوري غلا شوې او ورکې شوې دي.

د دفاع وزارت نور چارواکي څرگندوي چې هوايي ځواک عمله لري خو الوتکې او د هغې پرزې او جوړوونکي نه شته، چې په دې اړخ کې د بهرنيانو مرسته اړينه ده. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دمگړۍ شاوخوا يو سل او څلوېښت الوتکې لري او لا هم د ملاتړو هېوادونو له لوري الوتکې ورکول کېږي. په همدې لړ کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوی درستيز راتلونکې اوونۍ هند ته سفر وکړي او د دې هېواد له لوی درستيز سره ليده کاته وکړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button