افغانستانسلايډ

دفاع وزارت د امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه د ناټو راپور رد کړی

د افغانستان دفاع وزارت د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه د ناټو راپور رد کړی دی. دغه وزارت ويلي دي، چې دا سمه ده چې موږ د جگړې په حال کې يو او تلفات لرو، خو د ناټو له لوري اعلان شوي شمېر تلفات نه شو منلی.

افغانستان کې د ناټو ځواکونو مرستيال وياند چارلس کليفلنډ پرون وويل چې تېرو اتو مياشتو کې د افغان امنيتي ځواکونو له پنځو زرو ډېر مامورين وژل شوي دي او له پنځلسو زرو ډېر نور ټپيان دي. دا په داسې حال کې ده چې له نړيوالو راپورونو سره سم دغه شمېره ورځ له بلې پورته درومي.

خو د هېواد د دفاع وزارت وياند محمد رادمنش رسنيو سره خبرو کې د ناټو پر دې راپور نيوکه کړې او دا يې ناسمې بللې دي. نوموړي ويلي دي: «دا بايد په پام کې ونيول شي، چې افغان امنيتي ځواکونه د نړۍ په استازيتوب د ترهگرو پر ضد جنگېږي».

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو شنونکو او د جگړې د ډگر سرتېرو له لوري افغان حکومت د جگړې ډگر کې د امنيتي ځواکونو په اړه په بې غورۍ تورن شوی دی.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button