روغتيا

دغه عادت خپل کړئ او د ځیګر له ناروغیو ځان وژغورئ

دا خو ټولو ته معلومه ده چې ډیر وخت په ناسته تیرول انسان د وزن په زیاتوالی، شکر او یو شمیر ذهني ناروغیو اخته کوي خو په دې وروستیو کې څیړنو ثابته کړې چې دغه عادت انسان د ځیګر په مختلفو ناروغیو هم اخته کوي.

په دغې څیړنې کې چې سویلي کوریا کې ترسره شوې کې ویل شوي چې زیات وخت په ناسته تیرول او یا ورزش نه کول د ځیګر د غټیدو او د ځیګر د وازدې نیولو لامل ګرځي.

د جرنل اف هیپاټولوجي روغتیايي جریدې کې خپره شوې څیړنې کې ویل شوي چې هغه کسان کوم چې په ورځ کې لس ساعته او یا له دې څخه زیاته موده په ناسته تیروي په هغوي کې د ځیګر د ناروغیو خطر ۹ سلنه زیاتیږي.

د دې پر وړاندې متحرک ژوند لرل او یا هم په ورځنۍ ډول لس زره قدمه ګرځیدل په انسان کې د ځیګر د ناروغیو خطر تر ۲۰ سلنې ټیټوي.

په دغې څیړنې کې د ۱.۵ لکه نارینه او ښځو ژوند د کوم عمر چې تقریبا ۴۰ کاله وه څیړل شوی او په پایله کې څرګنده شوه چې له دغې جملې څخه ۳۵ سلنه يي د ځیګر په ناروغیو اخته دي.

د څیړوونکو په وینا زمونږ بدن د حرکت کولو لپاره ډیزاین شوی او دا حیرانوونکې نه ده چې د ژوند کولو غیر متحرکه طریقه زمونږ د بدن پر روغتیا منفي اغیز لري.

د روغتیايي څیړوونکو په وینا د ځیګر ناروغیو لپاره ډیر درمل شتون نه لري نو له همدې امله خپل د ژوند په طریقه کې بدلون راوستل د درملنې تر ټولو غوره طریقه ده.

څیړوونکي د دغې څیړنې پر بنسټ وايي چې په اونۍ کې ۱۵۰ دقېقې عادي ورزش او یا په ورځنۍ ډول لس زره قدمه ګرځیدل انسان د ځیګر له ټولو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button