راپورونهروغتيا

دا پټۍ هم زخم جوړوي او هم وینه زر بندوي

ساینسپوهانو د زخم لپاره داسې یوه پټۍ جوړه کړه چې په یو وخت کې دوه کارونه کوي، هم د زخم څخه تلونکې وینه بندوي او هم وینه پرنډ کوي تر څو جریان مخه ونیول شي، دا پټۍ به د ډیرو ناروغانو ژوند وژغوري.

اکثره جراح ډاکترانو دا ډیره ستونزمنه وي کله چې ټپ پټۍ کړي وینه ودریږي او بیا خلاصولو سره د ټپ نه بیا ځلي وینه روانه شي خو دا پټۍ نه پریږدي چې بیا ځلي وینه لاړه شي.

د نیچرل کمیونيکیشن په نوم نړیوالې جریدې کې خپره شوي دغه څېړنه وايي، د نیشنل یونیورسټي اف سنګاپور پوهانو د بدن داخل ټپونو د وینې درولو لپاره د تارونو او نورو الاتو څخه پټۍ جوړوله چې مایعاتو جریان ځان لرې کړي د وینې په شمول ټول مایعات ټیله کړي خو د حیرانتیا خبره دا وه چې برعکس دغو موادو څخه یو بله پټۍ جوړه شوه چې روانه وینه هم دروي او هم يې پرنډ کوي.

دا پټۍ د کاربن او سلیکون دنینو فایبر د نازکو تارونو څخه جوړه ده، دا پټۍ د پاسمان په داخل کې کیښودل کیږي کله چې وینه ورسره ټکر وکړي نو دریږي او پرنډ کیږي، دا اختراع په ناڅاپي ډول شوي تر اوسه سمه معلومه نه ده چې په دې کې کوم یو فکتور د وینې په درولو او پرنډ کیدو کې ډیره ونډه لري خو خيال کیږي چې ډیره ونډه پکې د کاربن نینو فایبر ده.

ددې پټۍ بله ګټه دا ده چې دا بکتریاوو ضد ده په وینه کې بکتریا نه پریږدي مطلب اینټي بکټریا ده، دا پټۍ په موږکانو ازمویل شوي ده ښه نتیجه ورکړي.

دا په دنیا کې لومړنۍ پټۍ ده چې د وینې جریان بندوي، دې په پټۍ ته په عامه اصطلاح کې سپر هایډرو فوبک موادو لرونکې پټۍ وايي.

ورته مطالب

Back to top button