شعر

دا خو انقلاب دی

لیکوال:حفیظ الدین پیرزداہ

سلام دوستانو!
د قطر سفر زہ له ھر څه پاته کړ‎ی وم خو لله الحمد ھغه خلاص شو!
اوس مو نوی شعر په خدمت کې دی.
د آخري بیت عفوہ راته په ایډوانس کې وکړ‎ئ!
ستاسې ټولو دې کورونه ودان وي
مننه
__________________

دا خو انقلاب دی

دا خو انقلاب دی، ډیرو وخوړ‎ې دیکې پکې
( څوک پکې خانان شول د چا لاړ‎ې ارتینې پکې )

چا پکې له پلارہ پاتې شوی جائداد وبایله
چا په خارجي ملکو کې واخیستې بنگلې پکې

چا د خپل زړ‎گي ټوټه د حق لار کې فدا کړ‎له
څوک د رباني اولاد استاد شو د طبلې پکې

چا په سرہ غرمه کې تھجد اختراع کړ‎ي دي
چا د جنازې لمانځه کې ھم وکړ‎ې سجدې پکې

گند د مفکر دی، ارگ یې و لړ‎ہ خیاط اشنا!
لا یې بوی زیاتیږ‎ي، ته چې څومرہ لاس وھې پکې

څوک په سپینه ږ‎یرہ د شیطان په لارہ لاړ‎لو
چا د خپل ایمان په قیمت ټولې کړ‎ې پیسې پکې

څوک محمدي ملا د حُسن په بازار کې ورک
پاک جھاد یې واچوہ پښو ته د نغمې پکې

فرق د گلمرجان او د کوچي د سائیکل دومرہ دی
یو یې نیکټائي اغوندي، بل تړ‎ي شیشې پکې

حسن د یورپ د جینکو دی، د دریاب پشان
پریږ‎دئ! چې حفیظ غریب ھم ووھي غوټې پکې
_______

حفیظ الدین پیرزداہ
د جون ۲۳/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button