پاموړ

دا اپليکېشن مو موبايل ته ډاونلوډ کړئ چې د درمل خوړلو (دوا خوړلو ) وخت درياد کړي

د ناروغانو لپاره تردې بل مهم شی نشته چې د ډاکټر د تجويز له مخې په خپل دارو وخوري، خو ډېر ناروغان يا ناروغ لرونکي د درمل خوړلو وخت هېروي او له مرض څخه د رغېدنې هغه سلسله ماتېږي چې د ډاکټر لخوا ښودل شوې وي.
د MediSafe او يا هم Pill Reminder په نامه اپليکېشنونه په ډېر دقيق ډول ، په ښه مديريت سره ناروغانو ته د هغوی ددرمل خوړلو وخت وريادوي، او دا اپليکېشنونه ډېر اسانه کارېږي چې هر څوک پرې پوهېدلی شي، په غږيز ډول د درمل خوړلو د وخت په رارسېدو سره مو موبايل چغېږي، خپل د درملو خوړلو وخت، څو ټابليټونه، کومې ګولۍ کومه ورځ او کومه ګولۍ کومه ورځ خورئ ،هرڅه پکې خپله تنظيم کړئ، او له ټولې دوا خوړلو وروسته مو دا اپليکېشن هغه ليست چې تاسې يې د تقسيم اوقات له مخې روزانه ګولۍ او شربتونه خوړلي دي په ايکسل فايل کې په واک کې درکوي او کولای شئ خپل داکټر ته یې هم ورښکاره کړئ چې په دې ټايمونو مې ګولۍ خوړلې دي.
د ګوګل پلې سټور د سرچ په برخه کې Pill Reminder ورته وليکئ او يا هم MediSafe هر اپليکېشن مو چې خوښ شو موبايل ته مو ډاونلو‌ډ کړئ!
يا لاندې لينک کېکاږئ!

د ايفون ادرس يې دادی
https://itunes.apple.com/…/medisafe-pill-remin…/id573916946…
د ګوګل پلې سټور ادرس یې دادی.
https://play.google.com/store/apps/details…

medi safe1

نوراحمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button