راپورونهويډيو

د داعش ډلې د مشر بغدادي ويډيو خپره شوه + ویډيو

د تېرې اونۍ په پیل کې د لړم په څلورمه نېټه سوریه کې د البغدادي د وژل کیدو خبر خپور شوو، چې سبا ته یې دامریکا ولسمشر ډونلد ټړمپ په رسمي توګه دغه خبر تائید کړ.

ابوبکر البغدادي د سوریې هېواد په شمال کې هغه مهال د خپل چاودیدونکو توکو پر مټ ځان وواژه، چې د امریکايي ځواکونو له لوري پرې عملیات روان وو.

د امریکا له خوا په خپاره شوې ويډيو کې ښکاري چې البغدادي خپل پټنځي کې ځان ته چاودنه ورکوي، له چاودنې وروسته امریکايي ځواکونه الوتکې استوګنځای په توغندیو ولی او نړوي یې. امریکا ویلي، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي یې د هغه له ډي ان ای څخه پېژندلی، چې وژل شوی کس البغدادي دی، ځکه امریکا په ۲۰۰۴ کال کې کله چې البغدادي یې عراق کې بند خونې ته اچول وو ډي ان ای یې ورڅخه اخیستې وه.

Related Articles

Back to top button