افغانستانراپورونه

داعش: په کابل کې په واده د تېرې شپي برید موږ کړي

داعش د انتحاری کوونکې تصویر په خپرولو سره هغه ابو عاصم پاکستانی معرفی کړی.

داعشي خوارجو د یو بیانیه په خپرولو سره د کابل د تېرې شپې برید پړه ومنله، دې ډلې پورې اړوند رسنیو کې ویل شوي  “د دوی یوه ملګري ‘په یوه لویه ګڼه ګوڼه ‘ کې ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او نورو هغه مهال ‘له باروتو ډک ولاړ ګاډي ‘ ته چاودنه ورکړه چې مرستندوی کارکونکي د پېښې ځای ته ورسېدل”.داعش د انتحاری کوونکې تصویر په خپرولو سره هغه ابو عاصم پاکستانی معرفی کړی.

کابل ښار شپږم ناحیه کې واده مراسمو باندی انتحاری برید له امله تیره شپه ۶۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ تنه ټپیان دي.

دا چاودنه تیره شپه ۱۰:۴۰ بجو په شاوخوا د چهاردهی سړک جاده فیض محمد کاتب په لړ کې د شهر دُبی واده سالون باندی ترسره شو.

برید په داسې مهال رامنځ ته کیږي‌ چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د راتلونکي پړاو خبرو لپاره هیله مندي ډېره شوې ده.

Tags

ورته مطالب

Back to top button