افغانستانخبرونهسلايډسيمه او نړۍ

داعش په جلال اباد کې د پاکستان پر کونسلگرۍ د برید پړه په غاړه واخیسته

د ننگرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د پاکستان پر کونسلگرۍ ځانمرگي برید پړه د داعش ډلې په غاړه واخیسته. نن سهار وختي درې تنو په سپکو وسلو سمبال جگړه‌مارو د پاکستان کونسلگرۍ ته څېرمه جگړه پیل کړه.

نښته د یوه ځانمرگي له چاودني سره پیل شوه. راپورونه وايي چې ځانمرگي لومړی د ویزه اخیستونکو په کتار کې انتظار کاوه چې سفارت ته دننه شي خو امنیتي ځواکونو د ځانمرگي د دننه کیدو مخه ونیوه او ځانمرگي چاودنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی رسنیو ته وویل چې د پېښې له امله ۷ تنه پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي. صدیقی په خپل ټویټر پاڼه کې لیکي چې درې تنه وسله‌والو د کونسلگرۍ تر څنگ د والي د مرستیال حنیف گرزیوال میلمستون کې مورچل نیولی وو او له هغه ځایه يي پر پولیسو ډزې کولې.

د هند او ایران کونسلگرۍ هم په دې سیمه کې پرتې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ویلي چې د دوی کارکوونکو او کونسلگرۍ ته زیان نه دی اوښتی.

د ننگرهار په اچین او بټي‌کوټ ولسوالیو کې داعش جگړه ‌ماري فعال دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button