انځورپاموړسلايډ

داسې يوه اله چې په مېز اېښودل کېږي او د کولر، بخارۍ او د هوا تصفيې کار کوي!

ډايسن Dyson برتانوي شرکت داسې يوه جالبه اله جوړه کړې ده، چې د مېز پر سر اېښودل کېږي، او دری کارونه کولای شي: هوا سړوي، په ژمي کې هوا ګرموي او هم له هوا څخه ګرداو غبار پاکوي ، له اوږدو ازمايشونو وروسته معلومه شوه چې د هوا د پاکولو دقت یې 99.97 دی، چې د ګرد، غبار، او هغو باکترياوو ټوټې چې 0.3 مايکرون وي ، پېژني او ځان ته یې راکشوي. دا کوچنۍ اله يو ټایمر هم لري چې کولای شئ ساعت ته یې هم برابر کړئ، چې تر څو دقيقو څخه تر څو دقيقو کار وکړي او بيا بند شي.
دا اله به په سپتمبر کې د ۶۰۰ ډالرو په بيه بازار ته راشي.
په ريموټ اوهم يې په موبايل کې د انسټال کېدونکي اپليکېشن له لارې کنترولولی شئ، د کار دفتر او اتاق لپاره يو بهترين شی دی، چې د کال په ټولو فصلونو کې استفاده ترې کولای شئ!

نوراحمد عایل

dyson1

dyson2

dyson3

dyson4

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button