پاموړ

داسې عينکې چې ويډيو هم ثبتولی شي!

د سنپ چټ په نامه ټولنيزې شبکې مسوولينو په لومړی ځل د لمر د تېزو وړانګو د مخنيوي په خاطر داسې ارزانه بيه عينکې جوړې کړې دي چې تر ۱۰ ثانيو پورې ويډيو هم ثبتولی شي، دا عينکې Spectacles نومېږي چې تاسې ته د ځينو مهمو صحنو او د ملګرتيا د شېبو د بيا راژوندي کېدو او په خپلو سترګو د همغو شېبو د ليدلو تنده مو درماتوي. تاسې کولای شئ دا ويډيوګانې بيا بيا وګورئ، عينکې په يو ځل چارج کېدو سره تمامه ورځ کار کوي، دا عينکې به ۱۳۰ ډالر بيه ولري او له ويډيو سره به غږ هم ثبتولی شي، او د روان زېږدي کال تر اخره به بازار ته راشي د سنپ چټ مشر ايوان سپیګل وايي که له ډېر ښه هرکلي سره مخ شوې بيا به يې ښې ډېرې حوړې کړو.
هغه لومړنۍ عينکې چې جوړې شوې دي د کامرې په دوو لېنزونو مجهزې دي چې ۱۱۵ درجې زاويې پورې ويډيو کولای شي، يو بټن لري چې کليک مو کړ د ويډيو په ثبت پیل کوي ، او کولای شئ د بلوټوت او وای فای له لارې يې خپل موبايل يا لپ ټاپ ته هم ولېږئ.
نور احمد عایل

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button