پاموړ

داسې عينکې چې د هر چا له نظر سره مطابقې دي!

د Adlens په نامه د عينکو جوړولو مشهور شرکت په دې وروستيو کې داسې عينکې بازار ته عرضه کړې دي،، چې کولای شي د هر چا د سترګو د نظر له نومرې سره مطابقت پيدا کړي، دا عينکې چې ۳۰ ډالر بيه لري، ډېر ښه مواد پکې کارېدلي دي، عينکې له دوو لينزونو څخه جوړې شوې دي، چې د مخې لينز یې هغه دی چې ډاکټر یې تاسې تجويز کوي، او دويم لينز یې چې انعطاف پذيردی د مخکني لينز شاته قرار لري، او د دواړو لينزونو تر منځ فضا د سيليکان له غوړيو څخه چې په بشپړ ډول شفاف دي ډکه شوې ده، د جوړونکو د وينا له مخې یې کولای شئ، عينکې د هغې کيلي په واسطه چې د چشمو په کونج کې ځای پرځای شوې ده، په تاوولو سره خپله،عينکې د خپل نظر مطابق دری ډوله حالت ته راولئ، لومړی که د لرې نظر مو کار نه کاوه، دويم که مو متوسطه اندازه کې څه شی سم نه ليدل او په درېيم ځل کيلي تاوولو سره د هغو کسانو لپاره چې نږدې څه شی سم نشي تشخيصولی عيارې کړئ.

نوراحمد عایل

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button