اسلامسلايډ

داسلامي دعوت بنسټيزي لاري

بسم الله الرحمن الرحيم

لیکوال: بشراحمد الحنفي

په نړۍ کي دانسان پیدايښت دیوهدف لپاره دی. هغه ته قرآن کریم داسي اشاره کوي( كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ.

ژباړه: تاسو دامتونوترټولوبهتره امت یاست، ځکه چي تاسوخلګوته دنیکیودعوت کوی او امر بالمعروف اونهي عن المنکرکوی . کله چي پدې ایات کي لږفکر وکړو، داڅرګندیږي چي اسلامي امت نسبت نوروامتونوته ترټولودښيګڼي رسونکي امت دی. داښيګڼه هغه وخت په موږکي پاته کیداسي، چي مونږ انسانیت د کږولارو څخه حقي اورېښتني لاري ته دعوت وکړو.

دعوت حدودنلري اونه هم دانسانانو تریوخاص طبقې پوري تړاولري، چي پړه یې صرف دټولني پر یوخاص فرد ورواچوو، بلکي دایو الهي مسولیت او ګډه پروسه ده، چي هرانسان ترخپل وس اوتوان پوري مکلف دی، چي خلکوته حقه لار ور وښیي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي، عن عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما: أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: بلِّغوا عني ولو آية ژباړه: رسول Y فرمايي: زما څخه يوڅه ورسوئ؛ که څه هم یوایات وي.

په دې حدیث شریف کي دمحمدY خطاب عام دی، چي هرانسان ته دعوت لاره خلاصه ده، کولای سئ، خپل تر وس اوتوانه یوچاته ددین خبره ورسوئ .

په دعوت کي اغېزمن وسائل

اسلوب: خبري هرڅوک کوي اوپه عام ډول وعظ اونصیحت هم هرڅوک کوي. که موفکرکړی وي کله کله دیوچاخبري ډيري اغېزمني وي. هغه په دې خاطرچي هغه کس دخبروپه اسلوب (چوکاټ) پوهېږي او دا ورمعلومه ده، چي خبري بايدپرکومه طریقه وسي. په عمومې ډول کله چې یوانسان په یوچوکاټ کي خبري کوي هغه طبعاً خوند کوي.

صحابه کرام ، چي د پېغمبر Y پر مجلس دوره مینان وه، لامل یې د هغه Y د خبرو کولو اسلوب اوچوکاټ وو. تر اړتیا یې نه زیاتي اونه کمي خبري کولې. تل يې د اعتدال لار غوره کوله.

رسنۍ : درسول (ص) په وخت کي ټکنالوژي یا نه وه او یا په بیخي ابتدايي حالت کي وه. نو هه وخت به دعوت له دوو لاروکیدی،  شعراوشاعري او وینا یاتقریر. رسول Y به بازارته راووتی اوهلته به یې خلک راټول کړه او دعوت به ېې ورته کوی. کله کله به اسلامي شاعران راوتل په مجلسونوکي به یې اسلام ته دعوت کوی، مګر اوس نړۍ د ږغ اوتصویر رسولولپاره ډيرامکانات لري، چې په ثانیوکي خپل خبره دنړۍ ګوټ ګوټ ته رسولې سو. نوري رسنۍ د اسلامي دعوت لپاره ډېري اغېزمني وسیلې دې او د انسان پر فکرونو ډيري غالبي دي، ډیر ژر اغېز پرې کوې. دا یوه ډېره عامه خبره ده، چي رسنۍ ذهنیتونه بدلوي .

ددعوت په وړاندې خنډونه اوحل لارې: کله چي یوه ټولنه په فساد، غلا، رشوت، ظلم، سود، کې خپل اوج ته رسیدلې وي اولانوره هم د خرابېدو لوري ته روانه وي اوته کوښښ کوې، چي هلته اصلاحات راولې، داطبعي خبره ده، چې ته به د ډیرو ستونزوسره مخ کېږې. بدبه درپسې ویل کیږي، تهمت به درباندي ويل کيږي، تر دې حده، چي ته به ووهل سې. لکه څنګه چي رسول الله Y ورسره مخ سو.

په دې لار کې یې تر ټولووړاندي حکمت، پوهه، وېښتيا اړېنه ده. د رسول اللهٌ Y د دعوت مرحلې هم مختلفي وې او اندازيې هم بیل بیل و. يعني کله چي به يوځاې ولاړی، ترټولووړاندي به یې د هغه ځاي وګړي، چاپيريال او فرهنګ څاری، وروسته به یې هغه قوم اوقبیلې ته دعوت کوی.

داسلامي دعوت په وړاندي ترټولوغټ خنډمطبوعات اورسنۍ دي. لکه څنګه چي مو مخکي یادونه وکړ، ددعوت دنشرترټولوښه وسیله اوذریعه هم، همدا رسنۍ دي ځکه چي مطبوعات د یوه دولت څلورمه قوه ګڼل کیږي. نودښمنان ورباندي د اسلامي دعوت د څپلو لپاره خورا ډېره هڅه کوي. ويل کيږي چي په اروپا کي تر اوسه یوازي دوه سلنه د اسلام رښتنی انځور ښکاره سوی، مګر بیا هم دمسلمانانوشمېر ورځ په ورځ زیاتیږي. که چیري داسلام بشپړ انځور هغو خلکوته ورسېږي نودا ناشونې نه ده، چي په اروپاکې به په لنډوخت کي اسلام خپور سي. نودرسنیوسره داسې مبارزه نده پکار، چې هغه دي ختمي سي، ځکه ډيرې ښيګني لري باید دښواستفاده ترينه وسي. هغه داچي بایداسلامي دعوت فرهنګي پروګرامونه ورڅخه خپاره سي، څود دین او وطن لپاره په ګټه تمام سي.

پاۍ: اسلامي دعوت دهرچاحق دي. پاچا باید ولس ته، پلاربايد اولاد ته، خاوند بايد میرمني ته دعوت وکړي. رسول الله Yفرماېي: عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ فَالْإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالرَّجُلُ فِي أَهْلِهِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالْمَرْأَةُ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا رَاعِيَةٌ وَهِيَ مَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا وَالْخَادِمُ فِي مَالِ سَيِّدِهِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ.

ژباړه: په تاسوکې هرڅوک د خپلي رمې چوپان دې اودی ، دده درمې په اړه پوښتل کيږي. سړی په خپل کورکي چوپان دی ، ښځه دخپل خاوند په کورکې چوپانه ده اومولادخپل بادارپه مال کي چوپان دي او ددوي څخه به په هغه اړوندپوښتنه کيږي. کله چي مونږ داد(راع) لفظ ته وګورو نو داراته جوتیږي، چي مراد دلته څارنه ده، پرهغه چا، چي ستا ترلاس لاندي وي. یعنې دحفاظت څارنه ده کله، چې بدي لاري ته ځي بايد راوګرځول سي هم دغه بس دعوت دی اودا پرټولومسلمانانولازم دي. که چيري یې ونکړي ګنهګار دی او د قیامت په ورځ به د ده نه پوښتنه کیږي دپاچاڅخه دولس، دپلارڅخه د اولاد، دعالم څخه دخپل قوم او داسي نور …. راځي چي يوځل بیاخپل اسلامې شعائربیرته د دعوت په لار راژوندي کړو. خلګوته د اسلام اصلیت او رښتنولې ور وښيو. د دین نه بایدخلګ متنفره نکړو. د ټولني دافرادوترمنځ چي کوم ټکردی، هغه بایدلري کړو، څودیووالي پردسترخوان سره راټول سواوپه خپل دين پوه اوپرځان یې تطبیق کړو.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button