پاموړ

خیال څنګه پر حقیقت بدل کړو؟

 حمیدالله حمیدي/

هر هغه څه چې تاسې یې په خپل چاپېریال کې وینئ، دا یو وخت د یوه کس په ذهن کې یو خیال و خو اوس پر حقیقت بدل شوی او ستاسې د چاپېریال یو ګټور شی ورځني جوړ شوی دی.

ښارونه، موټر، الوتکې، په سپوږمۍ کې ګرځېدل، موبایل، انټرنېټ او دې ورته سلګونه او زرګونه شیان زموږ په چاپېریال کې یو وخت یوازې خیال او خوب و خو اوس دا هر څه پر حقیقت بدل شوي او د میلیونونو انسانانو ژوند یې بدل کړی دی.

د انسان داخلي وجود تیاره او د لمس وړ نه دی، خو بهر نړۍ د لمس وړ ده او محسوسه ده، نو ښه ده چې په پوره قوت دا ووایم: زموږ په جسماني نړۍ کې هېڅ حقیقت نشته هر څه چې دي زموږ په داخلي نړۍ او فکر کې دي.

همداسې زموږ بریا او ماتې زموږ د فکر په ډول پورې اړه لري او د جذب قانون راسره مرسته کوي. که منفي افکار مو جذب کړل، ژوند مو منفي، که مثبت کسان او فکرونه مو جذب کړل، هیلې مو مثتبې بڼې اخلي.

لومړی باید د ټولو چلندونو، فکرونو او تصمیمونو مسوولیت چې پر غاړه یې لرو، ویې منو او د دې لپاره چې خپلې نيمګړتیاوې جبران کړو، په خپله مفکوره کې مو باید د مسیر بدلون رامنځته کړو په دې ډول چې:

۱- مثب فکر کول مو باید د زیاتو بدبینیواو شکایتونو مخه ونیسي.

۲- د کینې او حسادت پر ځای باید په خپل وجود کې مینې او بښنې ته ځای ورکړو.

۳- د دې پر ځای چې تنګ نظره و اوسو، د خدای پاک په دې لوی نظام کې فکر وکړو او ورسره خپل ذهن هم پراخ کړو.

۴- د هغه څه په اړه چې په خپل ژوند کې یې لرو، د خدای پاک شکر ادا کړو او له ناشکرۍ څخه ډډه وکړو؛ ځکه خدای پاک فرمایي، تاسو هېڅکله هم کفران د نعمت مه کوئ، بلکې زما په درکړو نعمتونو شکر وباسئ، تر څو نور څه هم درکړم.

۵- خلکو ته په مینه وګورئ، تل مو باید په شونډو موسکا خوره وي، تر څو په ليدلو مو نور کسان هم مسکي شي.

د نړۍ لویه برخه ستا د افکارو په تل کې پرته ده، د دغه حقیقت په درک کولو سره کېدای شي نړۍ تر پښو لاندې کړې.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button