سيمه او نړۍ

خيبر پښتونخوا: اورښتونو لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

د خيبر پښتونخوا بېلا بېلو سيمو کې اورښتونو او سېلابونو لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

پاکستاني رسنيو ليکلي دي، چې دې اورښتونو او سېلابونو تر دې دمه له دېرشو ډېر کسان وژلي، لسگونه نور ټپيان او څلرويشت تنه تری تم دي.

سېلابونو د سيمې لسگونه کورونه او جوماتونه هم وران کړي دي او په قربانیانو کې يې ښځې او ماشومان داخل دي.

د هوا پېژندنې ادارو وړاندوينه کړې، چې راتلونکې ورځې به هم اورښتونه اوري او شايد د نورو سېلابونو د راوتو لامل شي.

د ژغورنې ټيمونه وايي، چې پر لارو کوڅو د ډېرو اوبو راوتلو له امله د دوی هڅې له خنډ سره مخ دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button