افغانستان

خوست: ښوونځي کې چاودنې څلور تنه ټپيان کړي

خوست ښار کې نن سهار يوه ښوونځي کې د چاودنې له امله څلور تنه ټپيان شوي دي.

د خوست د ښوونې او روزنې رييس انجنير بخت نور بختيار رسنيو ته ویلي، چې پېښه نن سهار اته نيمې بجې د شهيد مطيع الله ښوونځي يوه ټولگي کې رامنځته شوه. نوموړی زياتوي، چې چاودېدونکي توکي د شپې په درسي ټولگي کې ځای پر ځای شوي وو او د چاودېدو له امله يې يو ښوونکی او درې زده کوونکي ټپيان شوي دي.

د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي او رغتيايي وضعيت يې ښه ښودل شوی دی.

د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې، د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي، د پېښې په تړاو يې تر اوسه څوک نه دي نيولي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button