افغانستانراپورونه

خرم: د پاکستان له جوړېدو راهيسې افغانستان دومره ضعیف نه وه لکه اوس

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رئيس عبدالکريم خرم ويلي، د ګډ حکومت پنځه کلنه دوره کې افغانستان د پاکستان او امريکا پر وړاندې تر ټولو کمزوري حالت کې دی.

ښاغلي خرم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، افغانستان هېڅکله د پاکستان پر وړاندې دومره کمزوری نه و، څومره، چې د ګډ حکومت له تېرو پنځو کلونو راهيسې کمزوری شوی.

د ښاغلي خرم په وينا ګډ حکومت په دې بهانه له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ، چې د پاکستان پر وړاندې به يې مرسته وکړي، خو اوس خبر برعکس ده.

نوموړي د امريکايي عسکرو له لوري د ولسي خلکو وژنې او ځورونې ته هم اشاره کړې، چې امريکا په افغانستان کې خپلې وسلې ازمايي.

عبدالکريم خرم زياته کړې، په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په ختيځو ولايتونو کې امريکا خپلې وسلې ازمايي او تېره ورځ د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو له لوري د عامو خلکو موټر سوځول او خلک وژل يې د نمونې په توګه ياد کړي دي.

ښاغلي خرم دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ګډ حکومت حکومت مشر اشرف غني او شريکوالو يې واک ته د رسېدو په لومړي وخت کې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ او بهانه يې دا وه، چې له پاکستان څخه به يې وساتي، خو د ګډ حکومت په تېره پنځه کله دوره کې پاکستان پر ډيورنډ کرښه ازغن تار او کټارې ولګولې، تورخم دروازه د رسمي سرحد په توګه وپيژندل شوه، په ننګرهار، کونړ او خوست کې له ډيورنډ کرښې د افغانستان لور ته راوښتي او څو کيلومټره خاوره يې لاندې کړې، خو ګډ حکومت يې تر اوسه پر وړاندې کوم قوي غبرګون نه دی ښودلی.

Related Articles

Back to top button