افغانستان

خانشين ولسوالۍ د حکومت له واکه ووته

له څو ورځو پرله پسې جګړو او محاصرې وروسته د هلمند خانشين ولسوالۍ طالبانو ونيوله.
د هلنمد ځايي خبريالان وايي، چې طالبانو له څو ورځو راهيسې د خانشين ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او اړوندو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي وه او نن مازديګر ناوخته يې د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه ونيوه.
د هلمند اوسېدونکي وايي، چې امنيتي ځواکونو له څو ورځو پرله پسې مقاومت او محاصرې وروسته خانشين ولسوالۍ طالبانو ته پرېښوده.
د ځايي خبريالانو په وينا امنيتي ځواکونو له مرکزي دولته څو څو ځل د مرستې غوښتنه وکړه، مګر مرکزي حکومت يې مرستې لپاره تازه دمي عسکر راونه لېږل.
د هلمند يو خبريال صديق افغان وايي، چې د ولسوالۍ د سقوط پر مهال ۲۱ پوليس وژل شوي او د ولسوالۍ امنيه قوماندان هم ټپي دی.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي منلې، چې د دوی جنګياليو له تېرو څو ورځو راهيسې پر ولسوالۍ بريدونه پيل کړي وو، چې نن غرمه دوولس بجې يې د ولسوالۍ دوه امنيتي پوستې ونيولې او له هغې وروسته يې د ولسوالۍ پر مرکز سخته جګړه پيل کړه، چې بالاخره نن مازديګر ناوخته يې د ولسوالۍ مرکز او اړوند پوستې په بشپړه توګه ونيولې.
د طالبانو وياند زياتوي، چې جنګياليو يې په ولسوالۍ کې پرېمانه سپکې او درنې، پوځي وسايط او ګڼ موټر نيولي دي.
د هلمند ولايت وياند عمر ځواک د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه وايي او مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button