خبرونهسلايډ

خامنه‌ای: د سعود کورنۍ تورمخي خائنان دي

د ایران انقلابي مشر روح الله خامنه‌ای هر کال د حج د مراسمو په اړه خپل پیغام د نړۍ مسلمانانو ته ورکوي. تېرو کلونو کې به د دغه پیغام مهمه برخه د امریکا د سیاست پر ضد وو خو سږ کال بیا خامنه‌ای د سعود کورنۍ په ضد خپل پیغام ورکړی دی. خامنه‌ای له حاجیانو غوښتي چې د سعود کورنۍ له گریوان څخه روانیسي او د ظلم په وړاندې یې ودرېږي.

خامنه‌ای همدارنگه د نړۍ له مسلمانو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د حرمېنو شریفیونو ساتلو لپاره پر یوې اساسي مدیریت باندې فکر وکړي. خامنه‌ای د سعودي حکومت چارواکي په دې تورنوي چې د حج مراسم په ښه ډول سره نشي اداره کولی. تېر په سلگونو ایراني حاجیان د مني په سیمه کې مړه شول.

سږ کال ایران خپلو حاجیانو ته اجازه ورنه کړه چې د حج په مراسمو کې برخه واخلي او تر ټولو مهم لامل یې د سعودي حکومت بې‌غوري وبلله. خامنه‌ای سعودي چارواکي په دې تورن کړي چې د ایرانیانو سره کرکه او نفرت لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button