افغانستانراپورونه

حکومت وایي کنړ کې ورته ۱۵۰ داعشیان تسلیم شوي

رپوټونه وایي، کنړ کې ۱۵۰ تنه داعش وسله وال حکومت ته تسلیم شوي دي.
د کنړ ولایت مقام په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د ملي امنیت ادارې په هڅونه له جګړې لاس اخیستی.
خبرپاڼه وایي چې دوی کې ځینې یې طالبان دي.
خوطالبان بیا دا خبرې ردوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر ویلي، دا ډله کسان د دوی په وړاندې له شکست سره مخ شوي وو او اوس، د مجاهد په وینا، خپل اصلي تمویلوونکي ته ورغلل.
مجاهد افغان حکومت د دوی تمویلوونکی بللی او دا یې هم رد کړې چې ګنې تسلیم شوي کسان طالبانو پورې اړه لري.

Tags

ورته مطالب

Back to top button